افغانستان

اشرف غني د سولې عالي شورا د دارلانشاء ریاست لغوه کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «محمد اشرف غني» د یوه ځانګړي فرمان له مخې د سولې عالي شورا د دارالانشا ریاست لغوه کړ.

د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « جمهور رئیس د یوه ځانګړي فرمان له مخې د سولې عالي شورا دار لانشاء لغوه کړه او په دې موخه چې د سولې لپاره کېدونکې ټولې هڅې انسجام او د یوه واحد ادرس له لوري رهبري شوي وي، ولسمشرۍ ماڼۍ د سولې دارلانشاء له جوړښت او دندو سره یو ځای د لغوه کولو ګام اخلي».

د سولې عالي شورا درالانشاء چې د سولې عالي شورا دننه په دې وروستیو کې تر ټولو فعال ادرس وو، داسې مهال لغوه کېږي چې څه موده وړاندې د سولې وزارت رامنځته او د اشرف غني د دفتر پخوانی مشر یې وزیر وټاکل شو.

په هماغه مهال داسې اوزاې وې، چې ښايي د سولې عالي شورا په بشپړه توګه منحل شي، خو اوس ارګ وایي، یوازې یې د دارلانشاء ریاست لغوه کړی.

داسې هم ویل کېږي، چې د سولې دارلانشاء وروستی رئیس «عمر داودزی» د اشرف غني د کمپاین رئیس ټاکل شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x