ورزش

افغان لوبغاړي په پولنډ غوره لیګ کې د ګولونو «هیټریک» وهلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د فوټبال لوبډلې غوره بریدګر لوبغاړي «عمران حیدري» په پولنډ غوره لیګ (Fortuna I Liga) کې د خپلې لوبډلې په ګټه په یوه سیالۍ کې هیټریک یا درې ګولونه وهلې دي.

۲۱ کلن عمران حیدري یوازې د ۷۰ دقیقو لپاره ولوبېد خو وتوانېد درې په زړه پورې ګولونه ووهي، نوموړي دوه ګولونه په لومړۍ پاڼۍ (۲۴مه او ۳۳مه) دقیقه کې او دریم ګول یې په ۶۸مه دقیقه کې وواهه چې له ۷۰مې دقیقې وروسته یې پرځای بل لوبغاړی ډګر ته وړاندې شو.

عمران حیدري د روان کال په جون میاشت کې د پولنډ لیګ له اولمپیا ګرودزیادز «Olimpia Grudziadz» لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ او په یاد لیګ کې له لوبډلې سره یوځای شو.

په دغه سیالۍ کې د عمران حیدري لوبډلې سیال لوبډلې «چوبري ګلوګو» ته په ۵-۰ ماتې ورکړه.

عمران حیدري تر دې دمه د یاد کلب تر ټولو زیات «۳» ګولونه وهونکی لوبغاړی دی، دغه لیګ د جمعې په ورځ د جولایي په ۲۶مه نېټه پېل شو چې په کې ۱۸ لوبډلې ګډون کوي او د ۲۰۲۰م کال د پنځمې میاشتې تر ۳۰مې نیټې به دوام وکړي.

حیدري تر اوسه ځوان لوبغاړی دی او د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې د افغانستان په ملي لوبډله کې شامل کړل شو چې تر دې دمه یې یوازې ۲ ګولونه وهلې دي، نوموړي د اسیا په ۲۳ کلنو فوټبال غوراوي سیالیو کې یو او د تاجکستان لوبډلې پر وړاندې په دوستانه سیالۍ کې یو ګول وهلی دی.

د عمران حیدري په شمول یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم په بهرني لیګونو کې لوبیږي، له دې وړاندې فیصل شایسته په تایلنډ سوداګریز لیګ کې له «لامپانګ کلب» سره او ځینې نور لوبغاړي په استرالیا لیګ کې له لوبډلو سره تړون لاسلیک کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x