افغانستان

حکومت: راتلونکو دوه اونیو کې «۱۵» کسیز پلاوی له طالبانو سره مخامخ خبرې پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، تمه ده په راتلونکو دوو اونیو کې دننه د یوه اروپايي هیواد په پلازمېنه کې د حکومت پنځلس کسیز پلاوی له طالبانو سره رسمي مذاکرات پیل کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو د کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلیږي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له ښکېلو اړخونو سره د ۱۵ کسیز پلاوي په ټاکلو کار او مشورې پیل کړې دي او دا مهال د خبرې کړونکي پلاوي نوملړ په وروستي کېدو دی. »

خبرپاڼه وړاندې لیکي «د پلاوي په غړو کې هغه څېرې چې څه موده مخکې یې د دوحې په غونډه کې ګډون درلود او همدا راز متخصص او مسلکي کسان شامل دي. د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي.»

ددې تر څنګ د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» په یوه ويډیو پیغام کې وویل، موږ د سولې د خبرو د پيل په درشل کې یو او هیله لرو په دې وخت کې د جګړې زور راکښته کړل شي.

کابل حکومت داسې مهال له طالبانو سره د رسمي مذاکراتو پيل ته د تیاري خبر ورکوي، چې طالبانو تر دې دمه په بیا، بیا له کابل حکومت سره د یو نظام په حیث خبرې رد کړې او حکومت یې د امریکا په اشارو نڅېدونکی بللی.

بل لور ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا په کابل کې دی، نوموړي دوې ورځې وړاندې په یوه ټويټ کې ویلي وو، کابل کې له حکومتي چارواکو سره د یوه اغېزناک ټیم په جوړولو کارکوي څو له طالبانو سره خبرې مخته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

ښی چاری،
دولتی لوړ پوړی،او طالیب لوړ پوړی کسان په خپل کی ښه سره جوړ دی،فقط ټګی یی مظلوم ولس ته جوړه ده،
ثبوت یی دا چه تیره هفته عباس ستانکزی د طالیب د قطر دفتر مشر خپله لور عبدالله ستانکزی دولتی اصلاحاتو مشر ته واده کړه،
نو ای مظلوم ولسه،تیښتی هر څومره لیری چه تیښتیدلی شی،دولت او طالیب قتل ته لاس سره یو کړی دی.خپل منځ کی خیښی سره کوی،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x