افغانستان

حکومت په ادارو کې د جنسي ځورونې د ادعاوو د څېړلو په موخه ځانګړی سکرتریت جوړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو د جنسي ځورونو د تورونو څېړلو په موخه ځانګړی سکرتریت جوړ کړی.

د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» وايي، دغه ارګان د بشري حقوقو د کمېسیون د جوړښت دننه رامنځ ته شوی خو د کار له لحاظه به خپلواک وي او وبه کولای شي په دولتي ادارو کې د جنسي ځورونې ادعاوې په بشپړ ډول وڅېړي او په دریو میاشتو کې دننه خپلې څېړنې له خلګو سره شریکې کړي.

نوموړي زیاته کړه، ددې سکرتریت جوړول د جنسي ځورونو په وړاندې مبارزې ته  د ګډ حکومت ژمنتیا ثابتوي چې په جوړېدو به یې متضرر خلګ وکولای شي خپل شکایتونه دلته ثبت کړي.

ګډ حکومت وروسته له هغه د جنسي ځورونو د تورونو د څېړلو لپاره د یوه ځانګړي کمېسیون جوړښت ته مجبوره کېږي، چې په پرلپسې ډول د ارګ دننه پاتې شویو چارواکو او یو شمېر رسنیو په ارګ کې له شته اخلاقي فساد پرده پورته کړه او د اشرف غني په شاوخوا راټول شوي یو شمېر لوړپوړي چارواکي پکې تورن شول چې له مېرمنو یې د دندې په مقابل کې بډې اخستې.

بي بي سي یو شمېر داسې مېرمنې هم وغږولې، چې د ګډ حکومت د یو شمېر برحاله وزیرانو له لوري له جنسي ځورونې سره مخ شوې او له ویرې یې غږ نشوای پورته کولای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x