افغانستان

حکومت د پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې پیسې په ټاکنو لګوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۸ل): ګډ حکومت د خپلې کاري مودې په دوران کې د پيل شویو ۱۵۴پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې لګوي.

طلوع نیوز د ولسي جرګې د مالي کمېسیون د مرستیال «بکتاش ایشچي» له خولي لیکي « په تېرو کې ټاکنو کې روڼتیا نه وه، له دې امله ډونران ونه توانېدل چې ټاکنې تمویل کړي؛ نو څلور اعشاریه درې مېلیارډ افغانۍ چې له ۱۵۴پروژو کمې شوي، او هغه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځانګړي کړې دي.»

بل لو ر ته د ولسي جرګې یو شمېر غړي د ټاکنو په برخه کې د پراختیایي پروژو د بودیجې لګول د قانو خلاف کار بولي او ګواښ کوي چې په دې تړاو به له حکومت سره موافقه ونکړي، ددې جرګې لومړي مرستیال «امیر خان یار» وویل « د مالیې وزارت دې له نورو عوایدو بودیجه ورکړي. دا شونې نه ده چې د پراختیايي بودیجې پیسې واخلي او په ټاکنو دې ولګوي.»

د ولسي جرګې د مالي کمېسیون یو بل غړی «محمد عظیم محسني» وايي، په دې تړاو جدي اندېښنه لري او کله به هم له حکومت سره په دې برخه کې همغږی نه شي.

ګډ حکومت وروسته له هغه په ټاکنو کې د پراختیايي پروژو د بودیجې مصرف ته مجبوره کېږي، چې نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د تېر په خلاف د ټاکنو د بشپړ مصرف له ورکولو ډډه وکړه او یوازې یې د ۵۰ میلیونو ډالرو ورکولو ته زړه ښه کړ چې پاتې ۹۹ میلیونه یې بیا د حکومت له لوري ورکړل شول.

د ګډ حکومت مشر د ټاکنو لپاره د بودیجې ورکولو په تړاو په ډیر ویاړ وویل « دا لومړی ځل دی چې افغانستان ټاکنې د خپلې بودیجې په مټ ترسره کوي».

د شنونکو له قوله، نړیواله ټولنه د کابل حکومت په ثبات د پخوا په څېر باوري نه دي، نو ځکه د ټاکنو د بشپړ لګښت ورکولو ته زړه نه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

په اشغال شوی هیواد کی د زمکی لاندی او باندی زیرمی لا لوټ کیږی چه استعمارګر څه مادی لاسته راوړنی له هغه مستعری ترلاسه کړی، پراختیایی پروژی له کومه شی د دی د باره چه د غلامی اداری د غلامانو ضمیرو سره لوبی وکړی هماغه د غلامی معاشونه ورته د پراختیایی پروژو په نوم ورکوی چه هیوادوال او نړیوال خطا باسی او غلامانو ته ویل شوی چه د پراختیایی پروژو شروع کولو مراسم جوړ او تصویرونه یی واخلی او ځینو کی لږ و ډیر بی کیفیته تهداب ګذاری وکړی نوری جیبو کی واچوی او زمونږ د باره خپلواکی غوښتونکی ووژنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x