افغانستان

خلیلزاد: بين الافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته پيل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل):د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، په کابل کې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه شف شف اوري، خو په عين حال کې ټينګار کوي، چې بین الافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته پيل شي.

هغه په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي: «د بین الافغاني مذاکراتو په اړه ډېر شف شف روان دی، په دې اړه زما وضاحت دا دی، چې دا خبرې به زموږ او طالبانو له هوکړې وروسته پيليږي.»

خلیلزاد زياته کړې، چې بین الافغاني مذاکرات به د طالبانو او ټولمنلي اغېز ناک ټيم څخه جوړيږي، چې د حکومتي لوړپوړو چارواکو، مهمو سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او ښځو استازي به په کې ګډون کوي.

د امریکا خاص استازي د بین الافغاني مذاکراتو په اړه دا وضاحت په داسې حال کې کړی، چې تېره ورځ د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي رسنيو ته ويلي و، تر راتلونکو دوو اونيو به له طالبانو سره مخامخ مذاکرات پيل کړي.

رحيمي زياته کړې وه، چې طالبانو سره د خبرو لپاره د پنځلس کسيز پلاوي په جوړولو تر ډېره کار نهايي شوی او په دغه پلاوي کې به د لوړپوړو حکومتي چارواکو سربېره د سولې او مذاکراتو په چارو کې متخصص او غښتلي کسان ګډون وکړي.

د ګډ حکومت چارواکي له تېرو څو کلونو راهيسې وخت پر وخت رسنيو سره په خبرو کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو لنډه موده اعلانوي، خو تر اوسه په خپله خبره کې نه دي رښتيني شوي او طالبانو ورسره له ليدو انکار کړی دی.

طالبان وايي، د افغانستان کشالې اساسي اړخ امريکا ده او لومړی بايد د بهرنيو عسکرو د وتلو لپاره له امریکا سره مذاکرات نهايي او تر هغې وروسته به د داخلي موضوعاتو لپاره له افغانانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان روانې کشالې د پای ته رسولو لپاره په قطر کې د امریکا او طالبانو اووه پړاوه مذاکرات شوي او په تېرو ټولو پړاوونو کې د بهرنيو پوځيانو په وتلو او د افغانستان خاوره د امریکا او ايتلافيانو پر ضد نه کارولو په موضوعاتو خبرې شوي دي.

امریکا او طالبان وايي، په دغو خبرو کې ډېر پرمختګونه شوي او کېدای شي په راتلونکي پړاو کې دا خبرې نهايي او هوکړې ته ورسيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

الحمدلله ثم الحمدلله چی بیله اخره خلیلزاد په خپله شفتالو (ریښتونی تلپاتی سوله) وویل او له شف شف نه تر پوزی راغی، بس اوس ان شاءالله افغان ولس ته یوه ریښتونی تلپاتی سوله راتلونکی ده. د افغان ولس استازو همدا خبره وه چی اول خارجی بعد او بیا افغانی، همدا یوازنی حل هم دی. په یاد ولری چی د سولی اسلام او افغان ولس دښمنان به کوشش وکړی لکه عمران خان بیا به وایی چی دا دسولی خبرو زمینه ما برابره کړه او حیاطاڼو ټامیانو جهالو ته به یوه بهانه په لاس ورشی طعنی او د سولی سبوتاژ هڅی به… نور لوستل »

عمر خالد منګل

Yes, It is the only solution for a forever peace, this is what Afghan nation wanted since the beginning

عمر

د عمران خان لاپی شاپی په دی ټویټ د خاورو سره خاوری شوی کفارو ته یی لکۍ ډیره وشوغوله چی زه به درسره مرسته وکړم. خو امریکا پوهیدلی ده چی د عمران خان په خبرو څوک پیاز هم نه سپینوی نو ځکه اوس مستقیمی لاری ته راغله د الله ډیر ډیر شکر افغان ولس باید د شکر سجدی ولګوی.
چی الله درسره مل نه وی رحمانه
که لښکری درسره وی یک تنها یی
د افغان ولس استازو سره د الله نصرت دی.

الحاج استاذ بیانزی

که ګوډ شیطان په خپله دی خبره کی رشتونی وی چه [[ د بین الافغانی مذاکراتو د مخه به د امریکا او طالبان مثبتی هوکړی ته انشاالله رسیږی ]] بیا خو باید مجاهد ملت او طالب مجاهدینو ته د سپیڅلی جهاد د اخری بریاوو مبارکی وایو . او الله ج ته د خپلواکی تر لاسه کولو ستر نعمتو ثنا وایو او شکرونه باسو، الله ج دی وکړی چه دی خبری ته بله او بله توچیه وروسته جوړه نه کړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x