افغانستان

غزني کې سرتېري بریدګر د عسکرو يوه قرارګاه په بشپړ ډول ويجاړه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د غزني په اب بند ولسوالۍ کې د عسکرو پر يوه قرارګاه موټربم سرتېری برید شوی، چې له امله يې ياد مرکز په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، نن سهار وختي د دوی يوه سرتيري بریدګر د اب بند ولسوالۍ اړوند په سرفراز کلا سیمه کې د عسکرو پر يوه قرارګاه موټربم برید کړی، چې له امله يې ګڼ شمېر عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ياد مرکز هم په بشپړ ډول ويجاړ شوی دی.

د غزني ولايت چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

تېره ورځ هم طالبانو د اب بند ولسوالۍ پر مرکز سرتېری برید کړی و، چې له امله يې د ولسوالۍ مرکز په بشپړ ډول ويجاړ شوی و او لسګونو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x