افغانستاننړۍ

د پاکستان سفارت عامو خلکو ته د ویزې ورکړه بنده کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې عامو افغانانو ته يې ویزې په مشروط ډول بندې کړي دي.

د پاکستان سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼې ویلي چې دوی به یواځې سپين ږیرو، مریضانو، ښځو او تجارانو ته تر دې وروسته ویزې ورکوي.

د خبرپاڼې له مخې عامو خلکو ته به تر هغه ویزې نه ورکول کیږي تر څو افغان حکومت د سفارت څخه بهر د هغو خلکو مخه ونه نیسي چې د ویزې متقاضیانو څخه پیسې اخلي.

د پاکستان سفارت مخ ته د جنرال جرئت د وسله‌والو پلویانو په شمول پولیس او کمشنکاران له عامو متقاضیانو د ویزو په بدل کې پیسې اخلي.

داسې ريپورټونه هم ورکول شوي چې په تور بازار کې د پاکستان د ویزې نرخ د ۱۵۰ ډالرو څخه تر ۲۰۰ ډالرو پورې دی.

خو هغوی چې دا پیسې نه لري مجبور دي څو شپې منتظر شي څو ویزه واخلي.

پاکستان سفارت دغه اقدام په داسې حال کې اخلي چې د سرحداتو او ایالتونو وزیر شهیریار افریدی افغانستان ته په سفر تللی دی.
هغه تېره ورځ ویلي و چې دوی به د پاکستان ویزې په ورکړه کې نور سهولتونه ایجاد کړي، نوي کسان به پر دنده وګماري او هم به د ویزو شمیر زیات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خالد منګل

د بی چاره او مظلومو مجبورو افغانانو پیسی د الله ورته زهر کړی دغو لیونیو سپیو ته.
سوله راځی د الله رحم راروان دی په افغان ولس به دا تیاره رڼا شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x