افغانستان

انتخاباتي کمپاینونه رسما نن پیل شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): د ولسمشریزو ټاکنو انتخاباتي کمپاینونه نن یکشنبه رسما پیل شول.

د انتخاباتي کمپاینونو موده ۶۰ ورځې ټاکل شوې ده. د تلې میاشتې ۴مه او ۵مه نیټه د سکوت دوره ده چې کاندیدان په کې د کمپاین اجازه نه لري. د ټاکنو ورځ د تلې ۶مه نېټه ده.

د انتخاباتي کمپاینونو لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسین یوه لایحه هم وضع کړې چې تطبیقول یې پر هر کاندید لازمي دي.

دغه ۱۴ مادییزه لایحه کې د انتخاباتي کمپاینونو موده، د انتخاباتي مبارزو شرایط او د کاندیدانو مکلفیتونه، د انتخاباتي کمپاینونو مالي منابع، په کمپاینونو کې د دولتي ادارو د کارکوونکو عدم مداخله، د انتخاباتي مبارزو څخه نظارت، د تلیفوني او انترنتي مبارزې، تخلفات او اړوند موضوعاتو باندې په تفصیل سره اصول ذکر شوي دي.

د لایحې له مخې هر کاندید د دې اجازه لري چې تر ۴۴۲ میلیونه افغانیو پورې مصارف وکړي. تر دې وړاندې انتخاباتو کې دغه حد ۱۰ میلیونه افغانۍ تعین شوی و.

د ټاکنو خپلواک کمیسین وايي چې ۹ میلیونه، ۷۶۸زره ۲۸۳ کسانو د رای ورکولو لپاره نوملیکه کړې ده چې تر دې دمه دغه شمېرې نهايي دي او د تصفیې کار یې روان دی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالر بودیجه تعین کړې چې ۹۹ میلیونه ډالر د ماليې وزارت له خوا او پاتې ۵۰ میلیونه ډالر د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کیږي.

د ريپورټونو له مخې ګډ حکومت ډ حکومت د خپلې کاري مودې په دوران کې د پيل شویو ۱۵۴پراختیايي پروژو لپاره ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو باندې لګوي.

حکومت وروسته له هغه په ټاکنو کې د پراختیايي پروژو د بودیجې مصرف ته مجبوره کېږي، چې نړیوالې ټولنې او مرسته کوونکو هیوادونو د تېر په خلاف د ټاکنو د بشپړ مصرف له ورکولو ډډه وکړه او یوازې یې د ۵۰ میلیونو ډالرو ورکولو ته زړه ښه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

وایی، موږګان د پیشو له ناڅاپو بریدو او شکار کولو له ژغورنی سره راټول شوی وو چه څه لیار او بندوبست ورته جوړ کړو چه پیشو مو تر دی زیات شکار نه کړی. یوه یوه پیشو نظر ورکړو چه د ګنګړو یوه غاړه کی به جوړه او د پیشو په غاړه به یی کړو کله جه پیشو راځی مونږ به د غاړه کی په اواز اوریدلو تشتو ډیرو چیغی کړی زنده باد زنده باد دا شه نظر دی . خو یو چه تر ټولو پکی هوښیار وو هغه ټولو ته وویل چه دا ښه نظر دی مګر د پیشو په… نور لوستل »

عمر خالد منګل

په اوس وخت کی انتخابات د اشغال تایید او د افغان ولس د وژنی په معنا دی.
د اشغال په انتخاب کی هره ورځ او شپه په افغان ولس د ویر او غم ټغر خپور دی، بمبارونه چاپی مسجدونه او مدرسی ورانول. هیڅ د اشغال کاندید د افغان ولس په مظلومیت باندی خوله خلاصه نکړه او بیا نن تری رایه غواړی؟
انتخابات صرف یو نمایش دی هغه به ۱۷ مشر شی څوک چی د کفارو امریکی ګټو ته ډیر ژمن او د ګران افغانستان او افغان ولس د ګټو دښمن وی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x