افغانستان

طالبان: وروستیو بریاوو مو په «دښمن» ماته ګډه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د هیواد په بېلابېلو سیمو کې یې فتحو او بریاوو په دښمن ماته ګډه کړې او هره ورځ په ګڼ شمېر کې عسکر ددوی په وړاندې په ګونډو کېږي او د ماتې لاس پورته کوي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «ورځې خبره» تر عنوان لاندې په خپره شوې «تبصره» کې راغلي «دالفتح عملیاتو په فاتح جریان کې هره ورځ د ګران هیواد په لر اوبر کې دیرغلګرو او کابل رژیم پر پټنځایونو او کاروانونو کاري ګوزارونه ترسره کیږي، دښمن ته دسر او تجهیزاتو خورا درانه زیانونه اوړي،دښمن له ولسوالیو او پراخو سیمو دتیښتې خپل منځي سیالي کوي او مظلوم ولس یې له ظلم، فساد او وحشت څخه نجات مومي.»

مطلب وړاندې لیکي «وروستیو بریدونو دښمن سرسامه کړی، د ورځې یې څو ځله دریځ بدلیږي رابدلیږي،په چوپو چوپو وسله وال یې مجاهدینو ته تسلیمیږي، پرمختللې وسلې یې داسلامي امارت دمجاهدینو لاسونو ته لویږي او له نیکه مرغه همدا وسلې او وسایط دهیواد د خپلواکۍ او دښمن د سرکوبۍ لپاره د دښمن پر ضدکارول کیږي.»

د مطلب په حواله، داسلامي امارت مجاهدین به نور هم خپلو بریدونو ته زور ورکوي،خپله یرغمل شوې خاوره به دیرغلګرو له منګولو ازادوي.نړیوالو ته به لا ډیره ثابتوي چې مجاهدین دولس له غیږي راپاڅیدلي او دهمدې ولس په هراړخیز ملاتړ یې  د اشغال او فساد پر ضدجهاد روان ساتلی دی.»

له دې سره، سره طالبانو ګواښ کړی، چې د ولس په ملاتړ به همداسې ځپونکو بریدونو ته دوام ورکوي «مجاهدین دالله تعالی په نصرت او دولس په ملاتړ په اتکار سره خپلې سپېڅلې مبارزې ته دوام ورکوي او هیله من دي چې دفتحې شېبې رانژدې دي. یرغلګر دښمن به دنورو اشغالګرو له تور برخلیک سره مواجه کیږي او دافغانانو قربانۍ به د اسلامي نظام په بڼه رنګ راوړي».

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

نصر من الله و فتح القریب انشالله

اجمل

کی دښمنان مو عام خلګ وی بیا ریښتیا وایی. په سلګونو بیګناه کسان مو په کابل ووژل همداسی ګډ حکومت په ملکی کسانو بمباروی وکړی. ا###

احمد خان

اجمل صاحب : دشمنان یی د کابل باداران، غلامان اود رسنیو غلام لیکونکی او لکه ستاسی په شان تبصره کونکی دی. د مجاهدینو د پرله پسی درنو ګذارونو ښکار به وی د ډالرو بهیر مخ په دریدو دی. بادارنو کډی بار کړی او اوښانو کی یی پړی اچولی د وتلو د پاره زمونږ د ملت نماینده ګانو سره هوکړی ته نزدی شوی اونی یا ورځی ورته پاتی دی. غلامانو ته دوه لیاری پاتی دی لمړی : چه توبه وباسی او له غلامی لاس واخلی دوهم: د بادارا نو سره یوځای وتښتی خدای دی وکړی چه ماغزه مو ځای ته راغلی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x