افغانستان

طالبان: له کابل ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې تېره ورځ د ګډ حکومت د سولې وزارت اعلان وکړ، چې په راتلونکو دوو اونیو کې یې استازي له طالبانو سره مخامخ پیلوي؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، له حکومت سره د یوه نظام په حیث نه بلکې د نورو سیاسي جهتونو په څېر د یوه جهت په حیث غږېږي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د خارجي عسکرو د وتلو د مهالویش له اعلان وروسته به دټولو سیاسي جهتونو له مشترک مذاکراتي ټیم سره بین الافغاني مذاکرات پيلیږي. دکابل اداره به دحکومت په حیث نه بلکي دنورو سیاسي جهتونه په څیر یو جهت وي .»

طالبان داسې مهال د کابل له حکومت  سره له رسمي مذاکراتو انکار کوي، چې د خلیلزاد په مشرۍ له طالبانو سره د افغانستان د سولې پروسې د بهیر له پیل راپدېخوا نوموړي په پرلپسې توګه هڅه وکړه څو طالبان او کابل حکومت له یو بل سره مخ کړي او په مکرر ډول یې ادعا کوله تر هغو چې په ټولو څلورو موضوعاتو «اوربند، د عسکرو وتل، د افغانستان د خاورې تضمین او له افغان حکومت سره خبرو» باندې توافق نوي شوی په هیڅ څه باندې توافق کېدای نه شي، خو اوس داسې ښکاري چې نوموړی د طالبانو د کلک دریځ په وړاندې له خپلې ادعا په شا شوی ، خلیلزاد تېره شپه په ټویټر ولیکل « بین الافغاني مذاکرات به زموږ او طالبانو له هوکړې وروسته پیلېږي».

په ورته وخت کې طالبان له کابل حکومت سره د یو نظام په حیث په داسې یو حالت کې رسمي مذاکرات ردوي، چې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» امریکا ته په خپل وروستني سفر کې له ډونالډ ټرمپ سره ژمنه وکړه، چې د افغان سولې په پروسه کې به رغنده رول لوبوي او په خپل ټول توان به هڅه کوي، طالبان له حکومت سره خبرو ته قانع کړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
دولت وایی چه دوه هفتو کی خبری شروع کوو.خلیلزاد وایی زموږ جوړ جاړنی روسته دولت سره طالیب خبره کوی.طالیب وایی چه موږ دولت سره خبره نه کوو.
دولت او طالیبان په خپل منځ کی خویښی سره کوی.لوڼه یو بل ته سره واده کوی.
خو عام ولس پسی یی ،بمونه،طیاری،ماینونه،ځانمرګی سم کړی دی

پتنګ
میلمه
پتنګ

قربان دشم طالبه همداسې ده یا مرګ يا مراد، د ژوند تر اخره !!خبره او غوښتنه مو سمه منطقي او حقوقي ده ، هغه د یوو ژوندي ملت غوښتنه هم ده !!

مجاهد
میلمه
مجاهد

پښتین صاحب ! دا چه له ماضی دریز او عقیدی منځنی حالت ته را ګرځیدلی د ستاینی وړ ده، اوسنی دریز دی د خانه نشینی او یا لکه څوک چه د بوسو لاندی اوبه بیای، تر ماضی ښه مګر نه تاسی او نه افغانانو ته ګټه لری او کله ناکله دی پله د کابل د غلامانو او بادارانو په اړخ هم وی رحمان بابا وایی [[ که چا تله دانصاف په لاس کی درکړه….؟ خپله ګناه به د مچ وزر کړی؟ ]] دوهم بیت می هیر شوی بخښنه کوی. ستاسی تبصره د دغه لیکنی سره میچ نه کوی او نه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

هو رشتیا درحمان بابا هغه بیتاوس را په یاد شو
[[[ که چا تله د انصاف په لاس کی درکړه ، خپل ټټو او د بل اس به برابر کړی ]]]

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

طالب مجاهدینو او مشرانو ته زمونږ وړاندیز : دا خبره چه (د کابل اداری ) سره خبری نه کوو د (( غلامۍ ))، (( فاسدی )) او (( ناوړه )) اداری مهم ټکی مو بکی پریښی یا هیر کړی دی. حکومت : د هغه هیواد له خلکو، د خلکو له خوا او د خلکو د سولی، هوساینی او امنیت دپاره جوړ شوی، شبه او ورځ زیار باسی ـــ ته حکومت ویل کیږی. د کابل غلامه فاسده ، ناوړه او ویشل شوی اداره د امریکا او به ځانګړی ډول ( جان کیری ) له خوا د اشغالګرو د ګټی او د… نور لوستل »

Back to top button
Close
Close