افغانستان

حامد کرزی: راتلونکې بین الافغاني ناسته به د سولې په برخه ګټوره تمامه شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، راتلونکې بین الافغاني ناسته به د سولې په برخه کې ګټوره تمامه شي او هيله يې ښکاره کړې، چې د بين الافغاني ناستې له لارې به د افغانستان روانه اوږدمهالې کشاله حل و فصل شي.

حامد کرزي له حکومت څخه هم غوښتي، چې طالبانو سره د خبرو لپاره داسې يو ټيم جوړ کړي، چې د سولې وړتيا او تجربه ولري او ټولو غاړو ته د منلو وړ وي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ د سولې په چارو کې د ګډ حکومت د دولت وزارت ويلي و، تر راتلونکو دوو اونيو پورې به له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پيل کړي.

خو د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، د افغانانو ترمنځ بين الافغاني ناسته به د امریکا او طالبانو له تړون وروسته پيل شي.

طالبانو هم ويلي، له امریکا سره له هوکړې وروسته به د افغانستان له سياسي ګوندونو سره مذاکرات وکړي، حکومت به هم د نورو سياسي ګوندونو په څېر د دغو خبرو برخه وي او هېڅکله د رسمي جهت په توګه د ګډ حکومت له چارواکو ورسره خبرې ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

کرزيه ! پياد لری چی د واشنګټن او روم پارلمانيانو ته دی لچکانو غوندی چپنه د اوږو څه پورته پورته کوله او په ويناو کی دی ويل چی : تاسی به يی پخپلو ټلويزونوکی وينی چی ټوله طالبان به يو يو د غارو څخه راباسو او وژنو به يی ، او کفارو به هم په ډير غرور او خوښی چک چکی درته کولی . دا بين الافغانی مذاکرات ندی ، دا فقط په غلامانو د اسلامی امارت منل او اطاعت کول دی ، ته بګيل مداری پدی نه پوهيږی چی پدی مذاکراتو؟ کی طالبان د اسلامی امارت په استازيتوب او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x