غزني: د اب بند ولسوالۍ په موټربم کې له شلو زيات اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): نن سهار څلور بجې طالبانو د غزني ولايت د اب بند ولسوالۍ په سرفرار کلا سيمه کې د اربکيانو پر يوه قرارګاه موټربم برید کړی و، چې له امله يې یاد مرکز په بشپړ ډول ويجاړ شوی او له شلو زيات اربکيان په وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د دغې پېښې مسؤوليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغه تکيکي موټربم برید کې له شلو زيات اربکيان ځای پر ځای وژل شوي او ګڼ نور نور ژوبل دي.

د اب بند ولسوال جمعه خان د اربکيانو پر قرارګاه د موټربم پخلی کړی او وايي، په دغه پېښه کې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د غزني ښار کې چاودنې شپږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې

د غزني ښار کې هم نن سهار د ملکيانو پر يوه موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې وه، چې له امله يې درې ملکيان وژل شوي او درې نور ټپيان وو.

د غزني ولايت مطبوعاتي دفتر ويلي، پېښه د غزني ښار په درېيمې امنيتي حوزه کې د کابل کندهار پر لويه لاره شوې ده.

د غزني د ولايتي شورا غړي د دغه ولايت امنيتي وضعيت په اړه اندېښمن دي او حکومت د خلکو په ساتلو او امنيت ټينګولو کې ناتوانه بولي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د