
د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي له بنګلدیش لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې سویلي افریقایي روزونکي چارل کینیت لینګلویډ د افغان لوبډلې سره د تړون پای ته رسیدو سره سم د بنګلدیش لوبډلې سره د چټک توپ اچونې روزونکي په حیث تړون لاسلیک کړ.
چارل کینیت لینګلویډ چې له د ۲۰۱۸م کال جنوري میاشتې راهیسې د افغان لوبډلې سره د توپ اچونې روزونکي په حیث دنده ترسره کړې، وړمه ورځ د بنګلدیش لوبډلې سره د چټک توپ اچونې روزونکي په ډول تړون لاسلیک کړ، بنګلدیش همدا ډول د نیوزیلند پخوانی لوبډلمشر او سوکه غوره توپ اچونکي ډینیل ویټوري د سوکه توپ اچونې روزونکي په حیث له ځانه سره ونیوه.
له نړیوال جام وروسته د افغان ملي لوبډلې مشر روزونکی فیل سیمنز هم دنده سر ته رسولې چې د جولایي په ۱۴مه نېټه یې د افغان لوبډلې سره تړون پای ته رسیدلی دی او اوسمهال ملي لوبډله هیڅ کوم روزونکی نه لري.
چارل کینیت لینګلویډ د سویلي افریقا لوبډلې سره له ۲۰۰۱م څخه تر ۲۰۱۰م پورې ۸۷ سیالۍ ترسره کړي، چې له استعفا وروسته د سویلي افریقا د چټک توپ اچونې روزونکی او بیا د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي په حیث پاتې شوی دی.
Bangladesh have called upon ex-New Zealand spinner Daniel Vettori and former South Africa seamer Charl Langeveldt to work in their side's bowling department.
Plenty of experience there for the 🇧🇩players to soak up.https://t.co/bvaFrUCXed
— ICC (@ICC) July 28, 2019
که څه هم د افغانستان کرېکټ بورډ د یادو پریکړو په اړه لا ترې دمه څه نه دي ویلي خو په تېره نږدې کې د ملي لوبډلې روزونکو سره د کرېکټ بورډ وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د نړیوال جام پرمهال د کرېکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس اسدا الله خان پر فیل سیمنز او نورو روزونکو تور پورې کړی و چې د ستر لګښت سربېره یې لوبغاړي نړیوال جام ته په سمه توګه نه وو چمتو کړي.
له دې ګواښ وروسته د سر روزونکي فیل سیمنز پر خپله ټویټر پاڼه ګواښ کړی و چې د لوبغاړو غوراوي او د اصغر ستانکزي ستونزې په اړه به ټولې خبرې او رازونه افشا کړي خو وروسته یې دغه ټویټ حذف کړی و.
په دغه ستونزمنه دوره کې د کرېکټ بورډ عمومي مشر دوه واره بدل شو، د غوراوي کمیټې مشر بدل شو، اجراییه رییس بدل شو، د ملي لوبډلې مشري له اصغر افغان څخه ګلبدین نائب ته او له نائب څخه راشد خان ته وسپارل شوه او یو وار بیا اصغر مرستیال لوبډلمشر وټاکل شو.
د یادونې ده چې د راتلونکي سپتمبر میاشت کې افغان لوبډله د بنګلدیش لوبډلې سره یوازینۍ ټیسټ لوبه او له هغې وروسته د شل اوریزو سیریز ترسره کوي.
د افغان کرېکټ بورډ پخواني مشر عزیز الله فضلي ویلي وو چې دوی د داسې روزونکي په لټه کې دي چې وکولای شي افغانستان ته سفر وکړي او په سمه توګه د لوبغاړو روزونه ترسره کړي.