ځانګړي راپورونه

د دوو نوماندانو ناندرۍ؛ غني: د مولانا وارث يم/ عبدالله: د مولانا شعر سم ولوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په هېواد کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نوماندانو ترمنځ سيالۍ نن سهار رسما پيل شوې، خو ولسمشر غني او اجرائيه رييس عبدالله خپلې ټاکنيزې سیالۍ د يوه بل پر ضد په ناندريو پيل کړې.

ولسمشر غني وويل، چې د ده په مشرۍ «دولت جوړوونکی ټيم» به د تاريخ ناتمام فصل په ځانګړې توګه د امان الله خان، داود خان او موسی شفيق ارامانونه بشپړ کړي.

غني ټينګار وکړ، چې جمهوريت د افغانستان لپاره يوازېنۍ لاره ده او زياته يې کړه، چې دی د مولانا، سنايي، بېدل، رحمان بابا، خوشحال خان خټک او صوفيانو ځای ناستی او وارث دی.

غني زياته کړه، چې «دولت جوړونکی ټيم» د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ وارث دی او په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانان له هر پلوه خپلواک او په خپلو پښو ولاړ وي.

د سولې په اړه ولسمشر غني وويل، چې سوله يوازې د مشروع حکومت په شتون کې راتلی شي، چې د خلکو له هيلو سره سم کورنۍ او بهرنۍ تګلاره جوړه کړي او هېواد ته تلپاتې سوله راولي.

خو د اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله خپله ټاکنيزه سيالي پر ولسمشر غني په نيوکو پيل کړه.

د «ثبات او همګرايۍ ټيم» مشر عبدالله عبدالله د کابل ښار په شمال کې يوه هوټل کې خپلو پلويانو ته وويل: «يوه نوماند ويلي، چې په هېواد کې به عمري عدالت پلی کړي، هغه په ټولو خلکو تورونه ولګول او اوس يې پر صحابه کرامو هم تورونه پيل کړل. که څوک له اصل تاريخه نه وي خبر او د اشرف غني نظام وګوري، نو د عمري عدالت په اړه به يې عقيده خرابه شي.»

عبدالله د خپلو خبرو په ډېره برخه کې پر دولت جوړوونکي ټيم لفلظي بریدونه وکړل او زياته يې کړه، دوی داسې يو ټيم پېژني، چې لومړی مرستيال يې خلکو ته د قناعت ورکولو دلیل نه لري ا وايي، چې ولسمشر ناروغ دی، په درې څلورو مياشتنو کې مري او بيا به دی ولسمشر شي.

عبدالله وويل: «زه د هغو نوماندانو له ډلې هم نه یم، چې ووايم، اتلس ساعته کار کوم او بيا مې وياند راشي او ووايي، چې ولسمشر ۲۴ ساعته کار کوي.»

پرته له دې، چې نوموړی د ولسمشر غني نوم ياد کړي، وويل، چې ځينې کسان ځان د فساد ضد بولي، خو د ګمرکاتو مرستيال يې داسې څوک ټاکلی، چې په محکمه يې د فساد دوسيه پرته ده.

هغه زياته کړه، چې د ملي يووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې ځينې ادرې له اشخاصو سره د دښمنۍ له امله لغوه شوې او ځينې نورې ادارې بيا د خلکو لپاره بې اړتيا جوړې شوې.

عبدالله عبدالله اشرف غني ته په اشاره وويل، چې ځان د مولانا وارث مه بوله، بلکې شعر يې غلط مه وايه.

هغه دا هم اشارتا وويل، چې ولسمشر غني له وزيرانو، رئيسانو او د ادارو له مشرانو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.

اجرائيه رئيس زياته کړې، که يو ځل بيا واک ته ورسېده، د ګډ حکومت د زمانې ناکامې تجربې به تکرار نه کړي، د خلکو له باوره به ناوړه ګټه پورته نه کړي او نه به هم خلکو ته درواغجنې ژمنې ورکړي.

عبدالله عبدالله ټينګار وکړ، چې په ټاکنو کې د درغلۍ او تقلب کارۍ مخه بايد ونيول شي او څوک چې په درغلۍ واک ته د رسېدو خوبونه ويني، دا خوبونه دې اوبو ته تېر کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد اريوبى

ههههههه

اوس لکه چې خبره صوفيانه شوه

عبدالوا حد اڅګزۍ

غنی بیاخپل ماداری توب شروع کۍ شرم هم نلری دۍ دمارکس ،اسټالن اولینین، زوی ځان په دینی مصوفینوپوری تړی انشاءالله سږکال په دنجیب ګوپه سرنوشت ونازول سی الله دظالم عمرهمیشه لنډکړۍ دي سږکال به په جهنم کی ستاانتخاب کیږی.

عمر خالد منګل

د افغان ولس قاتلینو ولس خو تاسو په کفارو تیکی تیکی کباب کباب کړ اوس رایه له چا نه غواړی؟؟؟ وایی چی عوا د خپل اخور کی لویه شی بیا یی غاښونو کتلو ته ضرورت نشته، په دا تیرو پنځو کالونو کی افغان مظلوم بی دفاع ولس تاسو تر تیغه تیر کړ، افغانستان سره تبۍ ده د هیڅ افغان ناموس عزت مال په امن کی نه دی بس شپه ورځ بمبارونه دی چاپی دی وژنی دی قتلونه دی نه پوهیږم په کومو سترګو او کوم وجدان او ضمیر تاسو ته دا جرات درکوی چی ځانونه د ولس استازی وښایی. ولس… نور لوستل »

سیدګل اغابنوری

ازموده راازمودن خطا است ؟دنبی کریم (ص) دحدیث مفهوم داسی دی (چه مؤمن دیوی سوړی څخه دوه ځل نشی چیچل کیدای ) .بله خبره پخوانو مشرانوته توهین مه کوه اودهغوی لقبونه اونومونه په ځان مږده ؟ یوګیدړ (شغال) زمری کیدای نشی ؟اویوغلام ازآد اوحُر کیدای نشی ؟ والسلام

جميل

بی شرفه غنی چی ځان د شاعرانو او صوفيانو وارث ګڼی کله يی دا فکر کړی چی د هغو به هم دالم ترکيف مبارکه سوره نه وه زده او يا داچی د هغو هم کافره ښځه وه ، يا په هغو کی د کوم يوه اولاد کافر و ، او يا کوم يوه يی د کفارو په ملتيا مسلمانان وژل ، …..،؟ د حيرانی خبره ده چی دا احمق ليونی نورو احمقمانو مفکر څنکه وټاکی . که دا ليونی احمق پدی پوهيدلای چی مونږ مسلمانانوته واضح ويل شوی چی يوازی ګمراهان د شاعرانو پيروی کوی نو دا خبری به يی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x