تاجکستان «۸۰» افغان بندیان افغانستان دولت ته وسپارل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): تاجکستان «۸۰» افغان اتباع چې په دغه هیواد کې بندیان وو د افغانستان حکومت ته وسپارل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې دغه بندیان نن یکشنبه د افغانستان حکومت ته رسما سپارل شوي دي.
ویل کیږي چې بندیان کندوز ته رسیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د غويي د میاشتې په ۲۷مه ویلي و چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمانوف د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره تعهد کړی و چې ۸۰ افغان زندانیان به مسترد کړي.

په دغه ناست کې رباني د تاجک ولسمشر څخه غوښتي وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مجرمینو د استرداد هوکړه لیک دې اجرا او افغان بندیان دې افغانستان ته وسپارل شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي خوشې شوي افغان اتباع به د محکومیت دوره په افغانستان کې تیروي.

تر دې دمه دا څرګنده نه ده چې په تاجکستان کې څومره افغان اتباع بندیان دي خو تر دې وړاندې هم تاجکستان یو شمیر افغان بندیان افغانستان ته سپارل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د