روغتیا

د نوکانو خوړل؛ یو ناوړه عادت چې روغتیا ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د نوکانو خوړل د پوهانو په وینا یو ناسم عادت ګڼل کیږي چې هم نوکانو ته زیان رسوي هم غاښونو ته او هم یې له کبله بدن ته باکتریاوې داخلیږي، پوهان ددې عادت نه د خلاصون لپاره ځانګړې مشورې ورکوي.

په نړۍ کې شاوخوا ۳۰سلنه خلک د نوکانو خوړلو په عادت اخته دي، په دغه عادت هغه کسان ډیر اخته کیږي چې تر فشار لاندې وي، خپګان پرې غالب وي او یا هم د کمترۍ احساس کوي، په دې سره د نوکانو جوړښت خرابیږي او د انفیکشن ګواښ ورسره زیاتیږي.

پوهان وایي چې د نوکانو تر شا ګڼ شمېر باکتریاوې شتون لري، که څوک د نوکانو خوړلو عادت لري باید ژر تر ژره دې له دې څخه ځان وژغوري ځکه چې دا پر روغتیا ژور اغیز لري.

د نوکانو خوړلو عادت سره انسان کې د زکام او ټوخي امکان زیاتیږي او د بدن دفاعي قوت اغیزمن کیږي چې له کبله یې بدن د باکتریاو پر وړاندې مقاومت نشي کولای.

د غاښونو عمومي اکادمۍ د وینا سره سم د نوکانو عادت نه دا چې غاښونه او ورۍ ته زیان رسوي بلکې په دې سره د هاضمې سیستم هم اغیزمن کیږي.

دغه عادت لرونکو کسانو کې د ګوتو انفیکشن ګواښ هم زیاتیږي ځکه چې په غاښونو او نوکانو کې شته باکتریاوې مستقیما خیټې ته کوزیږي چې د معدې، خیټې درد او داسې نورې ناروغیو رامنځته کېدلو لامل ګرځي.

د روغتیا پوهانو په وینا ددې عادت څخه د خلاصون لپاره له بېلا بېلو لارو کار واخلئ، لومړۍ بشپړ عزم وکړئ، له ملګري نه مرسته وغواړئ، په مبایل د شیبې په شیبې یاداښت ولګوئ، همیشه نوکان کوچني وساتئ او ژاولې وژویئ، په دې سره به ددغې ناوړه عادت څخه وژغورل شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x