ورزش

کرېکټ بورډ د مشر روزونکي بست اعلان ته ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي بست نن د خپلې ټویټر او فیسبوک پاڼې له لارې اعلان ته ورکړ.

د کرېکټ بورډ د اعلان سره سم د مشر روزونکي بست لپاره په شرایطو برابر نوماندان چې د کرېکټ بورډ مشر روزونکي دندې ترسره کولو لیوالتیا لري کولای شي د یادې دندې لپاره غوښتنلیکونه د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې ته وړاندې کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ پخواني مشر روزونکي «فیلیپ سیمنز» دنده د روانې جولایي میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته رسیدلې، نوموړي تر یونیم کال زیاتې مودې د افغان لوبډلې د روزنې مشري وکړه خو له دې وړاندې نه هم فیل سیمنز او نه هم کرېکټ بورډ غوښتل د نوموړي د دندې موده وغځوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په شرایطو کې ویل شوي دي چې باید داسې وړ شخص غوښتنلیک وړاندې کولای شي چې وکولای شي وخت تر وخته افغانستان ته سفر وکړي او د لوبغاړو په تمریناتي کمپونو کې برخه واخلي.

د افغانستان ملي لوبډلې تر دې دمه مشر روزونکي له پاکستان، هندوستان، نیوزیلند، ویسټ انډیز هېوادونو څخه دي، له دې وړاندې کبیر خان، راشد لطیف، رام چرن سینګ، ډین جونز، انډي مولز، انضمام الحق او وروستی فیلیپ سیمنز د مشر روزونکي په حیث ټاکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x