افغانستان

کابل؛ له درې پرله پسې چاودنو وروسته جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې د کابل ښار په پنځلسمه امنيتي حوزه کې د امر الله صالح ميلمستون ته څېرمه درې پرله پسې چاودنې شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت پيښه تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې له چاودنو وروسته څو تنه بريدګر په ياده سيمه کې يوې ودانۍ ته ننوتلي دي او په جګړه بوخت دي.

هغه ويلي دي چې سيمې ته امنیتي ځواکونه رسيدلي او له بريدګرو سره په جګړه بوخت دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې د پيښې له ځايه شپږ تنه ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.

په سيمه کې عيني شاهدان واييي چې له چاودنو وروسته ډزې هم پيل شوي دي چې لاهم دوام لري.

https://web.facebook.com/sadiqullah.afghan/videos/2408647535861051/

تر اوسه ددې چاودنو او بريدونو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x