د «سلطان العلماء» امام العز بن السلام څو کارنامې

حامد افغان

سلطان العلماء څوک و؟

امام العز بن عبد العزيز بن عبد السلام السلمي رحمه الله د مشق کې په کال: (۵۷۷هـ) کې زېږېدلی و، دی د وخت له سترو عاملينو عالمانو شمېرل کېږي، نوموړی لوی زاهد او د الله په لاره کې ډېر جرأتي او پیاوړی و، تر دې پورې چې ده ته د (سلطان العلماء) یعني عالمانو پاچا لقب ورکړل شوی و او داراز د (بائع الأمراء) یعني د امیرانو پلورونکي لقب هم ورکړل شوی و.

څرنګه چې د سلطان العلماء العز بن عبد السلام رحمه الله د ژوند جهادي، سیاسي او واکمنو سره د ډغرو اړخونه ډېر بارز او ښه څرګند دي نو د ده په نورو صفتونو او مهمو ځانګړنو یې سیوری اچولی او هغه مهم اړخونه یې تت کړي او یا بېخي کمزوري کړي دي. نوموړی له جهاد، دعوت او سیاست سره په مختلفو علومو کې ماهر عالم او تکړه استاد و، لکه په تفسیر، علوم القران، حدیث، عقائد، فقه، اصول الفقه، نبوي سیرت، نحو، بلاغت، سلوک او تصوف کې.

نوموړی یوه دینداره او غریبه کورنۍ کې زېږېدلی و، نو ماشومتوب کې یې د زده کړو پوره اهتمام نه و شوی او په ځواني کې یې د علم زده کړه پیل کړه. او د علم په لاره کې یې ستوماني نه پېژندله، نه یې شپه پېژندله او نه ورځ، نو دې خواريو په برکت په علم کې هغه مقام ته ورسیدی چې له ټولو همځولو مخته او د اسلامي امت له سترو علماوو او نامتو مفکرینو وګرځېدی.

سلطان العلماء رحمه الله شافعي مذهبه و. خو امام السيوطي رحمه الله وایي: د عمر وروستیو شپو ورځو کې د مذهب ډېر پابند نه و، بلکې اکثره به یې له خپل اجتهاد سره سم فتوی ورکوله. یعني دا مهال هغه پخپل شافعي مذهب پوري تړلی پاتي نه شو، بلکې خپله یې هم اجتهاد کوه. لکه مخکې مو وویل ده ته د وخت علماوو مختلف القاب ورکړي دي او دې القابو کې یې ما هما (سلطان العلماء) ډېر خوند راکوي نو زه یې په همدې لقب يادوم.

د سلطان العلماء د وخت حالات

سلطان العلماء رحمه الله د شپږمې پېړۍ وروستۍ څلورمه او اوومې هغې تر نيمايي زیاته موده کې ژوند کړی و، په دې وخت کې اسلامي نړۍ له سختو حالاتو تېریدله، دا مهال اسلامي نړۍ له یوې خوا د صلیبي یرغلګرو له بریدونو او تاړاکونو لاندې وه، له بل لوري د تاتاريانو له وحشتونو ډکو بریدونو او تېريو سره مخامخ وه. دا په داسې وخت کې چې عباسي خلافت تش په نوم پاته و، له اسلامي نړۍ یې ولکه شليدلې وه او مختلفو سیمو واکمن لکه مستقل داسې ګرځیدلي .

که څه هم څه موده صلاح الدین ایوبي رحمه الله صلیبیان ښه وڅنډول او له بیت المقدس نه یې هم وشړل، خو په کال: (589هـ) کې چې سلطان صلاح الدین ایوبي وفات شو؛ له ده وروسته یې وروڼه، زامن او وریرونه خپلو کې یوه بل ته اړم شول، د دوی تر منځ دومره سخت مخالفتونه رامنځته شول چې د یوه بل د ختمولو لپاره یې ان له صلیبیانو سره اتحادونه پیل کړل، بلکې ځیني امیرانو د خپل حریف د ختمولو په نیت صلیبیانو ته ځینې سیمې لا ورپرېښودلې!

په دې سختو حالاتو کې د سلطان العلماء په څېر کسانو مسلمانانو او مسلمان امت ته لوی خدمتونه کړي دي، دا خدمتونه یې د یوه کلي، سیمې، ولایت او ان یوه ښار په سطحه نه و، بلکې دومره ستر چې د ټول مسلمان امت په ګټه و، په دې لړ کې د واکمنو په وړاندې د سلطان العلماء العز بن عبد السلام څو بارز او بېخي روښانه دریځونه راخلم. چې هغه د ده خورا سترې کارنامې ګڼل کېږي.

څرنګه چې لیکنه ډېره اوږدېږي نو نور بیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

حامد افغان صاحب كور دي ودان زه هر وخت ستا ليكني گورم ډیری فایده مني او خوږ‎ی لیکنی کوئ قلم دي تاند أوسه والسلام عليكم ورحمت الله