
بغلان کې لس تنه دولتي سرتيري طالبانو سره يو ځای شول
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په بغلان ولایت کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې لس تنه دولتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي دي چې لس تنه دولتي عسکر ورسره يوځای شوي دي دي او د دوی له لوري يې هرکلی شوی دی.
مجاهد د يادو عسکرو نومونه او اسناد هم خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې(شفیع الله،شهاب الدین،فضل الرحمان،عبدالمتین،کریم الله،ناصر،فقیرشاه،محمدیعقوب،ایماق اوملنګ) د جلب او جذب د کمیسيون په هلو ځلو له دوی سره يو ځای شوي دي.
#الفتح:
در مربوطات ولسوالی بغلان مرکزی ولایت بغلان ۱۰ عسکر وپولیس اداره کابل(شفیع الله،شهاب الدین،فضل الرحمان،عبدالمتین،کریم الله،ناصر،فقیرشاه،محمدیعقوب،ایماق وملن)دست از وظائف خودکشیده به مجاهدین پیوستند.
مسئولین جلب و جذب از آنهااستقبال کردند و به زندگی خود سوق داده شدند. pic.twitter.com/omszm4LgcS— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 28, 2019
همدا راز د يو بل خبر له مخې د غزني ولايت په ګیلان ولسوالۍ کې هم د عبدالعزيز په نامه يو تن عسکر له دوه ميله وسلې او ګڼ شمير مرميو او يو موټر سره طالبانو سره يو ځای شوی دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې ګڼ شمير دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای کیږي او له خپلو دندو لاس په سر کیږي.