مهاتير محمد: ماليزيا، ترکيه او پاکستان په ګډه اسلامي تمدن بېرته راژوندی کولی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): د ماليزيا صدر اعظم مهاتير محمد ويلي، ترکيه، ماليزيا او پاکستان په ګډه همکارۍ اسلامي تمدن بېرته راژوندی کولی شي.

د ماليزيا د صدراعظم د څرګندونو مهم ټکي:

مهاتير محمد د ترکيې پلازمېنې انقره کې له ولسمشر رجب طيب اردوګان سره ګډې خبري ناستې ته وويل، که موږ ټول خپل عقلونه او ځواک په ګډه په کار واچوو، دا توان لرو، چې اسلامي تمدن بېرته د پخوا په څېر راژوندی کړو او دا هغه مهال شونې ده، چې ماليزيا، ترکيه او پاکستان په ګډه کار وکړي.

مهاتير محمد ترکيې ته د خپل څلور ورځني سفر پر مهال د اسلامي نړۍ د ستونزو او پېښو شوو ګواښونو په اړه خبرې کړي دي.

هغه وايي، ټول اسلامي هېوادونه بايد په دې فکر کې شي، چې د اسلامي تمدن بېرته راژوندي کول خپل هدف وبولي او ترکيه په دې برخه کې ښه نمونه ده.

نوي پلانونه

د نړيوالو اړيکو کارپو او انقره کې د منځني ختيځ د پوهنتون استاد پروفسر حسين باجسي د اسلامي تمدن د راژوندي کولو په اړه د مهاتير محمد وړانديز ستايلی او ټينګار يې کړی، چې ماليزيا، ترکيه او پاکستان کولی شي، په ګډه دغه مسؤوليت ترسره کړي.

باجسي زياته کړه؛ د ماليزيا صدراعظم ډېرو مهمو خبرو ته اشاره کړې، چې اسلامي نړۍ بايد په ګډه داسې کارونه وکړي، چې مسلمانان بېرته راپورته کړي، د ساينس، ټيکنالوجي او پوځي چارو کې بايد مسلمانان په ځان بسيا وي.

د باجسي په وينا درې واړه هېوادونه «ترکيه، ماليزيا او پاکستان» شريک ارزښتونه لري او کولی شي، چې د ديموکراسۍ، بشري حقونو او ازادو رسنيو له لارې دې هدف ته ورسيږي.

باجسي وايي، ډېری اسلامي هېوادونه د نسبي ازادۍ سربېره هم د جمود په حالت کې ژوند کوي او ټينګار يې کړی، چې مسلمانان بايد د جلا جلا دولتونو پر ځای د متحده ايالاتو په څېر يووالی ولري او حکومتونه خو هسې هم ځي او راځي.

هغه دا هم وويل، چې ماليزيا، ترکيې او پاکستان په دې وروستيو کې د عربو دولتونو په پرتله ځينې مهم پرمختګونه کړي دي.

د باجسي په وينا د حیرانتيا خبره دا ده، چې د ماليزيا صدر اعظم په خپلو څرګندونو کې د هېڅ عربي هېواد نوم نه دی اخیستی.

د اتو اسلامي هېوادونو ډله

د ترکيې د پخواني ولسمشر نجم اربکان په وړاندیز په  ۱۹۹۷  کال کې د اتو اسلامي هېوادونو شريکه ډله جوړه شوې وه، په دغه ډله کې ترکيه، پاکستان او مالیزيا د بنسټګرو په توګه فعال وو او نور غړي يې ايران، اندونيزيا، مصر، نايجيريا او بنګلادیش و.

نجم الدين اربکان ويل، چې د اتو اسلامي هېوادونو ايتلاف به په ګډه سټراټيژيکو او سوداګريزو اړيکو لپاره هلې ځلې کوي.

د دغې ډلې مشري په ۲۰۱۷ کال کې ترکيې ته سپارل شوې ده او هر هېواد په نوبتي ډول د دوه کلونو لپاره د دې ډلې مشري کوي.

خو پروفيسر باجسي وايي، د اسلامي نړۍ د داخلي اختلافاتو او رکود له امله د اتو هېوادونو ايتلاف کوم ځانګړی پرمختګ نه دی کړی او زياتوي، چې د مهاتير محمد په وړانديز د ترکيې، ماليزيا او پاکستان ګډې هڅې له ځان سره افغانستان او د منځنۍ اسيا نور هېوادونه هم ملګري کولی شي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

که اسلامی ملکونه دقرآنکریم پرهدایاتوعمل وکی اوکم رواجونه چه کادیانیانو اووهابیانوداسلام دخرابیدوله پاره په اسلامی ملکوکی داسلام پرنامه په غلطو کتابوکی تقسیم کړی دی،لکه چه الله فرمایی:خرابی ده دهغودپاره چه کتاب پخپل لاسولیکی بیاوایی چه دادالله دطرف څخه دۍ(۲سوره البقره-۷۹)،مه جوړیږۍ له مشرکانوچه دین یی ټوټی ټوټی کۍ اوپرډلووویشل شول(۳۰سوره الروم-۲۳)لکه چه نن شیعه اوسونی اوداسی نوری ډلی دی که چیری دغه اسلامی ملکونه خپل کتابونه له قرآنکریم سره په مقایسه اصلاح کی چه داحادیثوپرنامه ډیرجعلی هدایات تقسیم سوی دی اوخصوصاًپه پاکستان کی بلکل دین دقرآنه اوښتۍ دۍ فقط رواج دین جوړسوۍ دۍ دمثال په ډول جمعیت علمای اسلام اوجمعیت… نور لوستل »