افغانستان

پاکستان بیا ځلې د افغانانو لپاره د ویزو محدودیت ختم کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶زمری ۱۳۹۸ل): په کابل کې د پاکستان سفارت له یوه ورځني بندیزو وروسته د عامو افغانانو په وړاندې د ویزو محدودیت پای ته ورساوه.

نن ورځ په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ، تر هغه وخته  چې حکومت تر سفارت د باندې د کمېشنکارانو او د ویزو په سر د پیسو اخستونکو مخه نیولې نه وي، دوی به  له شدیدو مریضانو او بوډاګانو پرته عامو افغانانو ته ویزې نه ورنکړي.

د سفارت تر دې ګام یوازې څو ساعته وروسته د پاکستان سفارت په یوه بله اعلامیه کې خپله پریکړه بېرته واخسته، د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي « د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره نن ولیدل، له دې وروسته به تر سفارت د باندې رشوت اخستونکې ډله له منځه وړل کېږي او د یاد کار څېړنې به ترسره کېږي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ددې ډاډ تر ورکول کېدو ورسته به سفارت خپل کارونه په نارمل ډول مخ په وړاندې بیایي».

د پاکستان سفارت چې په افغانستان کې د ترټولو زیاتو مراجعینو درلودونکو سفارتونو په لیکه کې راځي، په تړاو یې بیا، بیا شکایتونه ثبت شوي، د پاکستان سفارت مراجعین ادعا کوي، چې له دوی څخه د ویزې په مقابل کې بډې اخستل کېږي او له پیسو پرته د ویزو کار ځنډوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا چې په افغانستان کې د پاکستان پښتانه ديپلوماتان په انګريزي ژبه اعلاميه خپروي بيخي د غولو خوراک دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x