افغانستان

سرچینه: عمران خان ښایي په لنډ وخت کې افغانستان ته سفر وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): یوې پاکستانۍ رسنۍ د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له قوله افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د احتمالي سفر خبر ورکړی.

دې نېشن ورځپاڼه د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ته د نږدې سرچینو له قوله لیکي، ښايي عمران خان په لنډ وخت کې افغانستان ته د سولې په پروسه کې د مرستې په هیله سفر وکړي او په دې ډول خپلې هغه وعدې چې د امریکا له ولسمشر سره یې د سولې په پروسه کې د مثبت رول لوبولو په برخه کې کړې پر ځای کړي.

چارواکي وړاندې زیاتوي « اسلام اباد همېشه د افغان سولې په پروسه کې مثبت رول لوبولی او تیار دی سولې ته د رسېدو په لار کې چې د سیمې او نړۍ لپاره یوه حیاتي موضوع ده؛ خپلې هڅې وکړي.»

د چارواکو له قوله، پاکستان ته د اشرف غني تر سفر را وروسته د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې غښتلې شوې او په دې موخه چې په لوړه سطحه رابطې دوام پیدا کړي، عمران خان افغانستان ته ځي».

د پاکستان لومړی وزیر وروسته له هغه پاکستان ته ځي، چې تېره اونۍ يې امریکا ته د سفر په مهال له ولسمشر ټرمپ سره ژمنه وکړه، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به رغنده رول لوبوي او اسلام اباد ته له ګرځېدلو وروسته به په دې هیله چې طالبان له افغان حکومت سره مخ کړي، له طالب مشرانو سره ګوري.

د شنونکو په باور، پاکستان په طالبانو هومره نفوذ نه لري، څومره چې نړۍ  ورته سترګې نیولې او ددې تر ټولو وروستي بېلګه دا وه، چې د عمران خان له ژمنو سره، سره پاکستان ونشوای کولای طالبان له کابل حکومت سره کېناستلو ته قانع کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

غلام ابن غلام به د غلام سره په غلامی خبری وکړی.

گل محمد نوری

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان که سل ځله افغانستان ته راشی کومه نتیجه نه ورکوی ځکه چی پاکستان ټول واک او اختیار د پوځ او استخباراتو په لاس کیده او هر خبره د پوځ له فلتره وځی بیا له خولی را باسی باید ووایم چی عمران خان ډیر غوړی وعدی یی د امریکا مشر سره وکړی مګر کیدای شی دا ډول بله جنګی ډله (داعش) یا نوری ډلی جوړی کړی او امریکا سره ایران او افغانستان کی د پښتنو د وژلو لپاره چی د انګریزانو ارمان ترسره کړی ځکه له هغه ورځنی چی انګریزان له افغانستان څخه وتلی نو… نور لوستل »

احمد خان

شک نشته چه عمران خان تر نواز شریف، زرداری او د هغوی له وزیرانو او ریسانو هم د پاکستان خلکو د پاره ښه دی یعنی فاسد نه دی او نه د شخصی ګټو د پاره کار کوی. مګر د باکستان او هند له ویشلو د مخه د انګریزانو پالیسی د هند او پاکستان د پاره داده چه په لندن کی زیږول شوی او لوی شوی باید هند او پاکستان کی لوړپوړی چارواکی شی او لوړبوړی چارواکی وی. عمران خان هم په لندن کی زیږول شوی او هلته لوی شوی، مخکنی میرمن یی هم یوه یهودی انګریزه وه، د ښه استعداد… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x