افغانستان

نيويارک ټايمز: د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو اعلان له وخت مخکې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغانستان سولې پروسې په اړه ليکلي، چې دغه پروسه اوږده او پېچلې ده او د حکومت له لوري له طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلان له خپل وخته مخکې دی.

ورځپاڼه وايي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د امريکايي پوځيانو د بشپړ وتلو په اړه مذاکرات روان کړي، دغه خبرې تر ډېره نهايي کېدو ته نږدې دي او ښايي امريکايي پوځيان په مشروط ډول د دوو کلونو په موده کې له افغانستانه ووځي.

د نيويارک ټايمز په وينا طالبان لا هم پر خپل دريځ ولاړ دي او وايي، تر څو، چې امریکا سره د بهرنيو عسکرو د وتلو په اړه هوکړې ته نه وي رسېدلي، تر هغو به له افغان لوري سره خبرې ونه کړي او دا ډول خبرې بې ګټې بولي.

دوه ورځې وړاندې د سولې په چارو کې د ګډ حکومت د دولت وزارت ويلي و، چې تر راتلونکو دوو اونيو پورې به له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، خو د حکومت له دې اعلاميې يوه ورځ وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټويټ کې وويل، بین الافغاني مذاکرات به د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته پيل شي.

خلیلزاد ليکلي و: «په کابل کې د ځينو خلکو له لوري د بین الافغاني مذاکراتو په اړه شف شف اورم، خو دا وضاحت بايد وکړم، چې د امریکا او طالبانو له هوکړې وروسته به بین الافغاني مذاکرات پيليږي.»

خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت له چارواکو، د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو له استازو سره د سولې په اړه سلامشورې کوي او وايي، چې لومړی بايد د امریکا د او طالبانو ترمنځ هوکړه وشي او تر هغې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.

طالبانو هم يو ځل بيا د ګډ حکومت له چارواکو سره رسمي خبرې رد کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او همدارنګه د قطر دفتر وياند محمد سهيل شاهين ويلي، د کابل ادارې سره د حکومتي جهت په توګه هېڅکله خبرې نه کوي او له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته به حکومت هم د نورو سياسي ګوندونو په څېر د بین الافغاني مذاکراتو برخه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

انسانان سربیره پر نورو ښو یا بدو خصلتو د شخصیت او معنویات یو خصلت هم لری چه کچی یی فرق کوی . په پیغمبرانو کی بیا دا کچه سل په سلو او ځینو انسانانو کی تر صفر نزدی کیږی او چه کله صفر شی هغوی به شیطانان او غلامان وی. د کابل غلامی اداری چارواکو د مادیاتو او مقامو د پاره دغه د معنویاتو او شخصیت خصلت او حیثیت له لاسه ورکړی کله چه څوک د ډالرو او مقامو د پاره د شخصیت او معنویاتو پلورلو ته حاضر شی شخصیت پلورل یعنی ځان پلورل دی، کله چه ځان پلورلو درجی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x