افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د امرالله صالح په کور برید کې ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د زرغون بهیرد مشر او په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني د ټاکنیز ټکټ د مرستیال «امرالله صالح» په کور د برید په پایله کې ۷۰ تنه مړه او ژوبل دي.

د کورنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، چې برید تېر ماځېګر ۴:۴۰ دقیقې د کابل په څلورمه امنیتي حوزه پورې اړوند سیمه کې د زرغون بهیر د دفتر مخې ته د موټر بم چاودنې سره یو ځای پیل او د زرغون بهیر دفتر ته د وسلوالو په ننوتلو سره وغځېد.

د اعلامیې له مخې، په برید کې ۱۶ ملکیان، ۴ تنه د زرغون بهیر د دفتر کارکوونکي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د امرالله صالح په کور د برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.

په ټولنیزو رسنیو کې د امرالله صالح په کور برید یو پلان شوی کار بلل کېږي او د رسنیو ځیني فعالان شک کوي، چې هر څه کمپایني او د خلګو د جذب بڼه لري.

د ټولنیزو رسنیو فعال «خیرالله شینواری»لیکي«    امرالله صالح لکه چې د کومې ناکامې ډرامې سکرپټ تېر کړ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالوا حد اڅګزۍ

په پښتوکی متل دۍ وایی:نه خرمرداریدۍ نه لیوه ځنی شکیدۍ،اوس هم کمونسټان دافغانستان له دولتی حکومت اوقدرته نشکیږی ترکۍ،حفیظ الله امین،ببرک کارغل،نجیب ګو یی هیرسول نورهم پوری مښتی دی نه یی پریږدی الله به یومخلص په قرآن عالم حکومت نه راولی چه دهمیشه دپاره یی لکه ایران لدی مرداریو پاک کی.

الحاج استاذ بیانزی

دکابل د غلامی اداری لوړپوړی غلامان لکه امرالله صالح او نور داسی دی لکه د هیواد د سرطان دانیو وایروس یا عاملین . د ناروغی عاملین اوله کی هغه بدن خوری خو داسی وخت راورسیږی چه هغه عاملین یا میکروبونه خپلو کی د یو بل په خوراک شروع وکړی او د اکسیجن ، غذایی موادو او ځای د کمبود له امله میکروبونه خبله کمزوری او د زوند دوره یی پوره شی او ناروغ بدن په طبیعی ډول د هغوی له شره وژغورل شی. دا هم مه هیروی چه الله ج د دغو میکروبو د دفاع د پاره د هر بدن… نور لوستل »

غمی.پښتین

ښی چاری.
د تیر په څیر ،بیا هم قربانیان ولسی عام وګړی،څو پوښتنی،
په دا وژنه باندی اسلام ته کوم خدمت وشو؟
په دا قتل عام اسلام کوم ځای قوی شو؟
د اسلام په کوم کتاب کی دا وژنه راوا وه؟
معلومه خبره ده.چه دا یوه استخبارتی جګړه ده،صالح د پاکستان سر سخته مخالف وه،او پاکستان هم تر اور لاندی ونیو،
یو افغان بل افغان د پردیو لپاره،د یو څو روپیو په خاطر وژنی.چه په څبګ نور بیګناه خلک هم ورسره ووژل شی،

گل محمد نوری

که تاسی په یاد وی په تیرو ولسمشری ټاکنو عبدالله هم په کوټه سنګی سیمه کی همدا ډول برید طرحه کړی چی وروسته معلومه شوه چا دا یو جوړ شوی پلان وو
کچیری دا کار رښتیا شوی وی نو امکان لری چی د پاکستان د پوځ په دستور دا کار شوی ځکه چی امرالله صالح د پاکستان سرسخت مخالف شخص ده
او کیدای شی دا کار یی د داعش په واسطه د امریکا په مرسته مخ ته وړی وی نو وروسته به معلوم شی چی اصلی خبره چیرته پلان شوی وو

وریښم جان

غمی صاحبه ! که د وحشی دموکراسی پلویان شپنیز عملیاتو کی مظلوم ، بی دفاع او بی ګناه اولس وژنی ، تاسی پروا نه لری ، که په ړندو بمباریو کی قتل عام کوی تاسی پروا نه لری ، که مساجد او مدرسی ورانوی تاسی پروا نه لری ختی خوشاله یاست چه د اسلام خبرونی مخه ونیول شی او خلک جبرا دموکراسی او سکولریزم ته غاړه کیږدی . که داعشیان او د اشغلګرو نور استخباراتی کړی او بلیک واتر یا سی ای ای له کوم وحشت کار واخلی طالبانو هغه پیښه نه وی منلی حتی غندلی وی مګر تاسی یی… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x