روغتیا

افغانستان کې «۳۰۰۰۰» کسان پر زیړي ناروغۍ اخته دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د زیړي یا هپاتیت د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې په افغانستان کې اوسمهال «۳۰۰۰۰» کسان له دغې ناروغۍ څخه کړیږي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د زیړي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې غونډې په مناسبت وویل چې اوسمهال افغانستان کې «۲۲۰۰۰» کسان پر تور (B) ډول او «۸۰۰۰» کسان پر ژیړ (C) ډوله زیړي ناروغۍ اخته دي.

هر کال د جولایي میاشتې په ۲۸مه نېټه د زیړي له ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ لمانځل کیږي.

په یاده غونډه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي فتاح په دې مراسمو کې وویل چې و وروستیو معلوماتو له مخې د افغانستان د ټولو وګړیو څخه یې ۲.۷سلنه خلک په (B) ډوله او ۱سلنه خلک پر (C) ډوله زیړي ناروغۍ اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې شاوخوا «۳۲۵» ملیونه کسان د زیړي له (C او B) ډوله ناوړه ناروغۍ کړیږي، چې هر کال «۱.۴» ملیونه کسان یا هره ورځ شاوخوا «۴۰۰۰» کسان ددې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د زیړي ناروغي د مخنیوي او د درملنې وړ ناروغي ده، که څه هم ددې یو ډول ناروغي انسان ژر د مرګ ښکار کوي خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په دغه حالت کې هم د درملنې وړ ناروغي ده.

د زیړي ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې روځې په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو غوښتي تر څو د یادې ناروغۍ پر وړاندې جدي پاملرنه وکړي او ددې له منځه وړلو کې پانګونه ترسره کړي.

د زیړي ناروغي په نړۍ کې دویم ستره داسې ناروغي ده چې کلني زیات خلک په کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیواله سازمان وایي چې تور ژیړی B په اسیایي هېوادونو، افریقا، منځني ختیځ، مرکزي اروپا او د هند په نیمه وچه کې زیات موندل شوی، چې ویل کیږي پاکستان په ژيړي وایروس دویم ستر اخته هېواد دی، په همدغې ډول دغه وایروس په افغانستان کې هم په لویه کچه موندل شوی دی.

پاکستان کې اوسمهال هر ۱۲م کس د یادې ناروغۍ ښکار دی، یعنې اوسمهال پاکستان کې ۱۵ ملیونه کسان په یاده ناروغۍ اخته دي چې کلني ۱۵۰زره کسان له دغې ناروغۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هپاتیت څه ډول ناروغي ده؟

زیړی ناروغي دوه ډولونه لري، چې مونږ ورته تور زیړی   Bاو ژیړ زیړی C وایو، او په طبي اصطلاح ورته هیپټایټس بي او سي ویل کیږي.

هیپټایټس يوه ساري وایروس دی چه په مختلفو لارو د يوه انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي.

ددې د انتقال یو شمېر لارې دي، ځکه چې د زیړي وایروس چاپيریال ککړولای شي، د ټپونو له لارې، د ناروغ غاښونو بورس، د ناروغ استعمال شوی مسواک، بيا کارول شوې پيچکاریو له لارې او د ږیرې خریلو وسایل کارول چې د ناروغ کس په وینه ککړ شوی وي، او همدا ډول په یو شمېر نورو لارو زیړی انتقالیږي، خو باید وویل شي د ېیړ زیړي په پرتله تور زیړی ډير سخت او ناوړه وایروس دی.

کله چې د زیړي وایروس بدن ته داخل شي، نو ځیګر کې ځای نیسي او فعالیت پیل کوي، چې د ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګندیږي، چې د ځیګر د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x