ورزش

نړیوالې شورا له افغانستان پرته بالاخره د «ټیسټ اتلولي» اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا بالاخره له ستر انتظار وروسته د ټيسټ اتلولي یا چمپین شپ اعلان وکړ چې په کې به له افغانستان پرته ۹ نورې تکړه لوبډلې ګډون کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا نن د دوشنبې په ورځ د جوالي میاشتې په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې د لومړي نړیوال ټیسټ اتلولي سیالۍ به د اګست میاشتې په لومړۍ نېټه د انګلستان او استرالیا ترمنځ له «اشیز» سیریز څخه پېل کیږي.

په دغه ټیسټ اتلولۍ کې به د انګلستان، استرالیا، هندوستان، پاکستان، سویلي افریقا، نیوزیلند، سریلانکا، ویسټ انډیز او بنګلدیش لوبډلو په ګډون په دوه کالو کې ۲۷ ټیسټ سیریزونه او ۷۲ سیالۍ ترسره کیږي چې د دوه تکړه لوبډلو ترمنځ به د ۲۰۲۱م کال په جون میاشت کې په انګلستان کې پایلوبه ترسره کیږي.

په دې سیریز کې به په راتلونکو دوه کالونو کې مخکښ لوبډلې د یو بل ترمنځ په بېلا بېل هېوادونو کې ټیسټ سیریزونه ترسره کوي چې په پای کې به نړیواله شورا د دوه مخکښ لوبډلو اعلان کوي او د هغوی ترمنځ به پایلوبه ترسره کیږي، چې ګټونکې لوبډله به د نړیوال ټیسټ چمپین شپ اتله لوبډله اعلان شي.

د یادو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله ۶ سیریزونه چې ۳ به په خپل کوربه توب او درې په بهر کې د میلمه په حیث ترسره کوي، خو هر سیریز به یا د ۲ سیالیو وي یا د ۵ سیالیو، اړینه نه ده چې ټولې لوبډلې به یو ډول سیالۍ ترسره کوي، په دې کې به ځینې زیاتې او ځینې کمې سیالۍ ترسره کوي، په پای کې به دوه هغه لوبډلې چې زیات پواینټونه لري د انګلستان په لارډز لوبغالي کې د ټیسټ اتلولۍ پایلوبه ترسره کوي.

د ټیسټ چمين شپ لوبډلې هغه مهال انتخاب شوې چې د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې ۹ لوبډلو نړیوال جام ته مستقیما لار وموندله، هغه مهال لا افغانستان لوبډلې د ټیسټ سیالیو غړیتوب نه و ترلاسه کړی، شونې ده د ۲۰۲۱م نه تر ۲۰۲۳م پورې په یاد چمپین شپ کې افغانستان هم شامل کړل شي.

د ټیسټ چمپین شپ قانون له مخې به د پنځو ټیسټ سیالیو سیریز او د دوه ټیسټ سیالیو سیریز پواینټونه په یو ډول یعنې «۱۲۰» وي، په پنځو ټیسټ سیالیو سیریز کې به ګټونکې لوبډله ۲۴ او په دوه ټیسټ سیالیو سیریز کې به ګټونکې لوبډله ۶۰ پواینټونه ترلاسه کوي.

د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې کوربه لوبډلې باید د خپلې لوبډلې سره سم پيچونه جوړ نه کړي بلکې کوښښ به دا وي چې د کوربه او سیال/میلمه لوبډلو لپاره نورمال پیچونه جوړ شي، که چیرې د ناسم پیچونو جوړول پر کوربه لوبډلې ثابت شول د لوبې پواینټونه به سیال یا میلمه لوبډلې ته ورکول کیږي.

په عمومي ډول په ټیسټ سیالیو کې د شرټ یا لباس پر شا د لوبغاړي نوم نه لیکل کیږي خو د آی سي سي د پریکړې سره سم به د لوبغاړي لباس پر شا د هغه ټاکلې شمېره او نوم ولیکل شي.

افغانستان په نړیوال جدول کې اوس لسم مقام لري خو په ۲۰۱۹م نړیوال کې له نهو ماتو وروسته یې پواینټونه له ۶۷ څخه ۵۸ ته راښکته شول چې ددوی لسم مقام یې هم له ګواښ سره مخ کړ.

افغانستان لوبډلې چې د ۲۰۱۸م کال په لومړیو کې یې د ټیسټ لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ تر دې مهاله یوازې دوه ټیسټ سیالۍ ترسره کړي چې په یوه کې ماتې او په دویمه کې بریا خپله کړې ده.

د یادونې ده چې د «ټیسټ چمپین شپ» موخه ټیسټ لوبو ته د اهمیت ورکولو او د یو ورځني او شل اوریزو نړیوال جام په څېر یو نوی پړاو پېل کول دي چې د سترو لوبډلو په غوښتنه پېل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x