نړۍ

سعودي ایران ته دسفارتی اړیکو دختمولو خبرداری وړکړ

abdullah_bin_abdul_aziz (نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۸) دسعودي هیواد ایران ته ګوت څنډنه کړیده، کچیري ایراني چارواکي دسعودي هیواد دسفارت دکارکونکو په ساتلو کی پاتي راځي او په وار وار سره دهیواد سفارت کارکونکي دایرانی شر اچونکو تر برید لاندی راځي، نو سعودی چارواکي به دي ته اړکړل شي تر څو له ایران څخه خپل ټول سفارتي کارکونکي را وغواړي. تیره ورځ دسعودي عرب دبهرنیو چارو مرستیال وزیر له رسنیو سره په خبرو کي زیاته کړه، زه فکر کوم دایران حکومت دسعودي عرب دسفارتی کارکونکو په ساتلو کی پاتی راغلی دي، او دا چي سعودي په ایران کی دخپلو سفارتي کارکونکو په را ایستلو باندي غور کوي باید ملامت نه شی، ځکه دهغوي اوسیدنه به نوره هلته په خطرکي وي.
تیره ورځ په تهران کي د سعودي سفارت مخته ایرانیانو مظاهره کړې وه، او د بحرین په هیواد کې یې دسعودي عرب دمداخلی غندنه کوله، دسعودي عرب او د عرب اماراتو دحکومتونو په خلاف یی شعارونه ورکول، چي وروسته لاریون کونکو دسعودی عرب په سفارت باندی پټرول بمونه ور وغورځول، دسعودي عرب اوبحرین هیوادو واکدارانو ته یی بد رد ویل، چی وروسته دپولیسو له لوري څخه دلاریون کونکو مخه ونیول شوه، دسعودي عرب دسفارت به لور تللی ټولی لاري یی بندي کړی، له بلي خوا څخه دسعودي عرب دبهرنیو چارو مرستیال وزیر شاهزاده ترکي بن محمد رسنیو ته ویلی دي، په خلیج کي میشت ټول شیعه وګړي زمونږ وروڼو او په سیمه کي دنورو وګړو په څیر برابره برخه لري، لیکن په هغه صورت کی چی خپلو هیوادونو ته وفاداره وی، داسي نه چي اوسیږی دلته ګټی یی به مونږ پوري تړلي وي، خو وفاداری او اړیکي یی بیا له بهرنئ نړئ سره وي

بخت الرحمن بخت…………………………………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x