پلار؛ شاکر مموزی

شاکر مموزی

پلار به مې چې کله هم زما خونې ته راغی او ديوۀ پرځای دوه يا زيات څراغونه به يې چې لګيدلي وليدل او دباندې به يې رڼا وتلې وه نو راته وبه يې ويل ولې دې بې ضرورت او بې اړتيا څراغونه لګولي دي چې برېښنا مصرفوي خو ګل يې کړه !

کۀ زما دخونې تشناب ته به ورننوت او د اوبو لۀ نلکې څخه به يو يو څاڅکی اوبۀ څڅېدې پۀ لوړ اواز او قهرجنه لهجه به يې را غږ کړ دانلکۍ ولې سمه او محکمه نه بندوې ؟ ولې دا اوبۀ خوشې ضائع کوې؟
تل به يې ترټلم پۀ هره وړه او ستره خبره به يې ستونځمنې خبرې راته کولې او راته ويل به يې ته (منفي) انسان يې ايجابي او مثبت لۀ ځانه جوړ کړه حتی چې مريض هم شو نو زۀ يې بيا هم ترټلم او ترخۀ نصيحتونه به يې راته کول.

لۀ پوهنتون څخه د فارغېدو لۀ ډېر انتظار وروسته مې پۀ يوۀ سترشرکت کې د دندې د پيدا کېدلو فرصت وموند ;ډېر خوښ شوم چې يو خو کۀ الله وکړي ستره او د ښۀ معاش وظيفه به تر لاسه کړم چې د ژوند اړتياوې به مې پوره شي لۀ بل پلوه به دپلار لۀ دې زړۀ تنګوونکو خبر خلاص شم چې بيا به دې کورته د راتګ زړۀ ښۀ نه کړم ۔

سباته مې نوموړي شرکت ته د شخصي انټرويو او سي وي د وروړاندې کولو لپاره تياری ونيو ,دښۀ ښکلی لباس لۀ اغوستلواو دعطرو لۀ لګولو وروسته مې لۀ کوره د وتلو تکل وکړ ، تر شا مې پر اوږو يو چا لاس کېښود چې مخ مې ور واړاو پلار مې و سره له دې چې پلار مې سختو رنځونو ځپلی و له ورایه یې په مخ کې د ربړونکي او ژوررنځ نښې برېښېدلې خوبیایې هم ماته یو څه نغدې روپۍ راکړې او دا نصیحت یې راته وکړ : ګوره ښه مثبت اوسه پخپل ځان باوري او ډاډه اوسه د هیڅ یوې پوښتنې پر وړاندې چې وارخطا نه شې ونه لړزېږې.

ما یې نصیحتونه واخیستل ورته موسکی شوم خو په زړه کې خپه شوم او په افسوس مې له ځان سره وویل پلار مې په دې رنځ کې او نن زما په دې خوشحاله ورځ هم نصحیتونه راته کوي لکه غواړي چې زما طبیعت را خړ کړي!!

په بېړه له کوره ووتلم ، موټر مې کرایه کړ او ترنوموړي شرکت پورې مې ځان ور ورساوه د شرکت دروازې ته چې ور نږدې شوم حیران شوم ځکه د دروازې ساتونکی (پهره دار) هم نه و یواځې یو څو ارشادي لار ښوونکې لوحې لګېدلې وې چې د انټرویو د اخیستلو ځای ته یې اشارې کولې له ننوتلو سره مې ولیدل چې د وره قبضه معمولي بنده ده که څوک یې لږ په بې احتیاطي کش کړي نو پرېوزي خو له کوره د راوتلو پرمهال مې د پلار نصیحت رایاد شو چې راته ویلي یې و مثبت او ایجابي اوسه نو وار له مخه مې د وره قبضه خپل ځای ته وروستله او ټینګه مې بنده کړه چې د لوېدلو خطر یې له مېنځه ولاړ .

لږ مخکې چې ولاړم د شرکت چمن او ګلان مې ولیدل چې له ورته څېرمه ډک شوي تالاب څخه بې درېغه اوبه ورته راروانې وې ، لارې او چمنونه یې ټول غرق کړي و بیا مې د پلار هغه شور رایاد شو چې د یوه څاڅکي اوبو پر سر به یې راته کاوه نو ولاړم د اوبو نلکۍ مې بنده کړه له دې وروسته د شرکت د ارشادي لوحو پر ښوونه دوهم پوړ ته د هسکېدلو تکل مې وکړ خو ګورم چې په زینو کې بې اړتیا ډېر زیات بریښنایي څراغونه روښانه دي سره له دې چې رڼا ورځ ده او د څراغ بلولو ته هیڅ اړتیا نشه نو لا ارادي مې د څراغونو پر ګل کولو پیل وکړځکه د پلار هغه تراڼونه مې په غوږو کې ول چې د څراغ د ګل کولو ټینګار به یې راته کاوه.

دوهم پوړ ته چې ورهسک شوم په هال کې مې په ګڼو خلکو نظر ولګېده چې ټول د نوموړې وظیفې لپاره له ما څخه مخکې راغلي ول ، وړاندې لاړم ما هم خپل نوم د نوموړې دندې د حاصلولو لپارپه نوم لړ کې ور ولیکه ، کېناستم خلکو ته مې ځير ځیر کتل د هغوۍ لباسونو او رویو ته مې چې کتل له ځان څخه مې د بریالي کېدو تمه پرې شوه په تېره بیا چې ځینو به خپلې هغه شهادتنامې په ټټرونو پورې نېولې وې چې د امریکې له پوهنتونونوڅخه یې راوړې وې !!

منتظر وم خو کتل مې چې هر یو به د انټرویو خونې ته ورننوت له یوې دقیقې څخه په کم وخت کې به بیرته راووت نو مابه له ځان سره وویل دا خلک له دومره شان او شوکت او شهادتنامو سره ونه منل شي نو زه به څنګه ومنل شم خو ښه خبره داده چې د حیثیت له بایللو او خپګان څخه مخکې له دې ځایه پښې سپکې کړم نوپاڅېدم او را روانېدم چې یوه مامور زمانوم واخیست او د ورتلو یې راته وویل زړه او نازړه شوم خو بیا مې وویل توکل په الله وربه شم چې هر څنګه پېښه وه ، د انټرویو خونې ته ورننوتم د مېز ګرد چاپېره دریو کسانو ته مخامخ کېناستلم هغوۍ درۍ واړه بیا بیا راته موسېدل او یوه راته وویل دنده کله پیل کوې؟

حیران شوم او داګمان مې وکړ چې ملنډې راباندې وهي او یا خو دا لومړۍ پوښتنه ده چې له دې څخه وروسته به بله پوښتنه ورسره تړلې وي خو له کور څخه د وتلو پر مهال مې دې پلار هغه نصیحت بیا سترګو ته ودرېده چې راته وویې ویل د هیڅ پوښتنې پر وړاندې به نه وارخطا کېږې او پر خپل ځان به پوره باور ساتې نو ما په پوره ډاډ او جرأت ورغبرګه کړه کله چې په ازموینه کې بریالی شم نو دنده به پیلوم .

دوهم کس راته وویل ته په ازموینه کې بریالی شوې نو خبره خلاصه شوه.
ما ورته وویل خو تاسو خو لا له ماڅخه یوه پوښتنه هم نه ده کړې ؟

دریم کس راته وویل موږ ښه پوهېږو چې یواځې د شفوي پوښتنو پر مټ د یو چا شخصیت او وړتیا بشپړه نه شو معلومولی نو ځکه موږ وغوښتل د یو چا شخصیت او وړتیا په عمل کې معلومه کړو نو ځکه موږ د عملي ازموینې لپاره یو ګروپ وټاکه چې د موظف شخصیت ، مثبت اړخ ، رویه او د شرکت پر شتمني د خوږېدلو کچه یې راته ښکاره شي، نوزموږ د عملي ازموینې په معیار ته پوره وختلې چې موږ قصدا هغه وراني چې تاسو یې سمونه او اصلاح وکړه ،جوړکړی و ځکه موږ د هغو پټو کېمرو په سترګو ولیدلې چې نصب کړې مو وې نو یو ځل بیا دې دنده مبارکه شه .

دلته نو زما دندې ته بریا هېره شوه یواځې مې د خپل پلار انځور سترګو ته نېغ ودرېده اوله ځان سره مې ویل دا ازموینه خو مانه بلکې پلار مې راته وګټله ، زړه مې هوس وکړ چې ژر ولاړ شم د پلار لاسونه مې ښکل کړم او دهغه د نصیحتونو د عملي کولو له مثبتې پایلې څخه یې خبر کړم ، هغه پلار چې په ښکاره توند خو پټ مهربان ، مینناک ډاډورکونکی او یو د هیلو غر دی،په بیړه بیړه تر کوره راورسېدم د کور د دراوزې مخ ته مې ټول خپلوان او خواخوږي ناهیلي او غلي ولاړ دي پوه شوم چې زه ناوخته شوی یم وخت او فرصت مې له لاسه وتلي دي دمهربانه پلار د غږ اورېدل مې ستر ارمان شو ، زړه مې څړېکې وکړې ..
ولې مې پلار نه وینم
سترګې مې ړندې شوې ؟

کاااش!!!
ولې مې وخت په وخت د هغه لاسونه او پښې نه ښکلول ؟؟
ولې یې په شتون نه پوهېدلم؟
هغه پلار چې ځان یې خپه خو زه یې خوشحال ساتلم !
هغه پلار چې خپل ځان یې رنځ او کړاو ته وربښلی و خو موږ یې سوکاله او هوسا ساتلو!
هغه پلار چې پخپله له نړۍ څخه د سترګو پټولو په رنځ اخته و خو ماته یې ډاډ راکاوه!!
نه پلاره ته مړ نه یې تر څو چې زه مړ نه یم زما په زړه کې به ژوندی اوسې ، په هرلمانځه ، هره دعا او صدقه کې به راته یاد یې ..

ژباړه
(که مو ټوله لیکنه لوستلې وي زما مور او پلار او خپلو والدینو ته د اخلاص دعا وکړئ!!)
رَّبِّ ٱرْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِى صَغِيرًا.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شاکر مموزی صاحب ! مونږ او تاسی یو وخت فیس بوک کی ډیری اړیکی سره لرلی کیدی شی شاکر مموزی دی مستعار او یا مو خپل نوم وی او یا دغه نوم د هغه په شان نورو هم ځانته خوښ کړی وی په هر صورت که هماغه یاست مونږ سره اړیکی ټینګی کړی ډیر می یادیږی . اصل موضع : ستاسی لیکنه ښکلی وه الله ج دی تاسی او ستاسی والدینو ته جنتونه ورکړی او د ځان په ګډون ټولو مجاهدینو او شو مسلمانانو او د افغانستان او مظلوم بشریت مظلومو اولسونو ته جه د دجال د بریدونو لاندی دی… نور لوستل »