شعـــــرونه

د استقلال سرود؛ پيرمحمد کاروان

پير محمد کاروان

افغانو بلبلانو کړئ تودې په سُر و تال
وږمې وږمې ګلاب ګلاب نغمې د استقلال

د ژوند تعریف یې وکړو یو پاچا چې شو ملنګ
وې ژوند دی د خوږو او د میَنو سترګو جنګ
ګلونه د ژوندون کړئ د امان په اوبو رنګ
دا زړونه دا ذهنونه به مو و مینخي له زنګ
زنګونه د مکتب او اذانونه د بلال

را ټولې ټولې ډلې شئ د امن پر ټغر
له څوکو به یې واوړئ که غونډۍ وي او که غر
په مینه له کینې له تعصب شئ لاس په سر
لرئ د محمد غوندې د امن پیغمبر
هر لاس په اخلاص کېږدئ پر لمن د ذالجلال

دا جنګ تیږې په لاس کې دی بې شانه بې ادب
کړې ماتې یې شیشې د جوماتونو د مکتب
پر ستوني د قاري یې اېښې پښه ده په غضب
ګلونه ماشومان یې هم ځپلي بې سبب
راځئ چې دا جنګ ختم کړو په پوهه په کمال

په باغ وطن کې ګرځي سره د اوسپنې سېلۍ
ګلونه ارمانونه مو وهلي دي ږلۍ
د بُورو ورارو کونډو یتیمانو دي سلګۍ
خورَکې او مورَکې مو له غمه لېونۍ
یا ربه ور په سر کاندې د سولې زرغون شال

د ژوند سرود له مونږه دی بې سُره او بې لَی
ژوند څه وي په زخمونو کې، زګېروی نری نری
د زړونو مراندې پرې دي اخی نه کوي شرنګی
ارې ارې ارې دی د ایشیا ښکلی زړګی
په مینه یې کوشېر لره خالقه د جمال

چې بیا یې کرشمې شي پر جهان خورې ورې
چې غر غر یې افغان شي ګل افغانې ګلدرې
د امن د سرود واخلي بلبل د سر مسرې
کاروان په ترنم ترنم وایي انتَرې
خوبونه به مو زانګي د بوډۍ په زرغون ټال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x