شعـــــرونه

منظومه دعا؛ پيرمحمد کاروان

پير محمد کاروان

ربه ته یې کشتي بان شې، ورکه لاره له افغانه
د سره اور پر سمندر یې، د لرګو بېړۍ روانه

دړې وړې یې لوګی شوې، بس یو څو تختې یې پاتې
په کې نوې دړې کېږده، ور لېږه یې له آسمانه

سپین وزر د پرښتو یې، پر سر و رپوه ورو، ورو
پر بادبان یې لمبې بلې، خلاصوه یې له طوفانه

په کمین کې ورته غلي، سړي خوري نهنګان دي
چې یې وخوري مرغلرې، له مرجانو تر انسانه

د جلال جمال خالقه، نجات را له کبرجنو
ته مو مل شې ته مو یار شې، ته پر مونږ شې مهربانه

د قوي صفت څښتنه، د یوه لوی بري قوت را
چې دا اور اوبه اوبه کړي، کړه بېړۍ مو پهلوانه

۷ اسد ۱۳۹۸ کابل

پیرمحمد کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x