
پروان؛ ګډو ځواکونو جومات، مدرسه او د ولسي وګړو کورونه نړولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو د چاپو او شپنيو عملياتو په دوام دا ځل په پروان ولايت کې ګډو ځواکونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او د جوماتو او مدرسې په ګډون يې د ملکي وګړو کورونه نړولي دي.
راپورونه وايي چې تيره شپه ګډو ځواکونو د پروان ولايت د سياګرد ولسوالۍ په قمچاق او دشتک سيمو کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې ووهلې چې په نتيجه کې يې جومات، مدرسه او د ولسي وګړو ګڼ کورونه نړولي دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۷ تنه ولسي وګړي وژلي دي او دېرش تنه نور يې له ځانه سره وړي دي.
د پروان ولايت سياګرد ولسوالي کې پر مسجد، مدرسې او ولسي کورونو باندي له بمبار وروسته#ملکي_تلفات pic.twitter.com/AV4QXiBFkM
— nunn.asia (@nunnasia) July 29, 2019
په دغه چاپه کې ګډو ځواکونو د ولسي وګړو له کورونو څخه ځينې شخصي مالونه هم لوټ کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د ولسي وګړو د نجات لپاره سيمې ته طالبان رسيدلي دي او په ګډو ځواکونو يې بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې دوه امريکايي او د صفريک قطعې د معاون«ملنګ» په ګډون يې ۲۲ تنه کمانډويان وژلي دي.
#ملکي_تلفات
پروان ولايت سياګرد ولسوالي.
يو سړی وايي، ويډيو واخلئ، په فيسبوک کې نشر کړئ او ورسره وليکئ: اين دستاور دولت است pic.twitter.com/nQqUon8WGP— nunn.asia (@nunnasia) July 29, 2019
مجاهد ويلي دي چې په دغو بريدونو کې د ګډو ځواکونو دوه ټانګونه او دوه رينجرې هم له منځه تللې دي.
ذبیح الله مجاهد زياتوي چې «د شینوارو ولسوالۍ په درازګرد سیمه کې د دښمن په هغه کومکي قطار هم د کمین بریدونه وشول چې غوښتل يې سیمې ته ځان ورسوي، ۴ هاموې ټانکونه مکمل ویجاړ شوی، تر شلو پورې کومکي عسکر هم وژل شوي او ټپیان دي چې په ټپيانو کې د سیاګر امنیه قومندان حسین شاه مقصودي او د پنډقستان د اربکیانو قومندان یعقوب آغا هم شامل دی.»
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو شپنيو عمليات او چاپې زياتې شوې دي چې د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې يې هم زياتوالی راوستی دی.
عسکر لکه پسونه مری، بیا هم د کفارو په څنګ کی په خپل افغان ولس چاپی وهی د کفارو نه مخکی او شاته روان وی کفار د دوی په مینځ لکه سینډویچ ټیکاله محفوظ وی په اول کی لکه پسونه سره کفار وژل کیدل اوس یی دنده تش په نامه افغانی عسکرو ته سپارلی ده ځکه درانده تلفات ورته اوړی.
د الله په حاطر آی عسکره خپل ابدی ژوند مه خرابوه، ستا کورنی ټوله امریکا څه کوی چی ته نه وی؟
ښی چاری،
استاد بیانزی ته،
یوازی عسکر نه بلکه موږ عام ولس طالیبان ټول افغانان د پسونو د مرګ څخه هم په ذلیل مرګ مرو.
موږ ټول افغانان د باعزته مرګ په ارمان هم یوو،
خو بیاهم په خپل وطن کی پراته .جنازه ته مو دوستان خپلوان راځی،
د ځان غم وکړه ،چه مړ جسد به لندن په کومه شفاخانه کی پروت،او د زنی تړلو د هم څوک نه وی،
دا د پسو نو د مرګ خبره د ډیر د جهل او د تکبر څخه د لیکلی ده،
ته به لکه### مړ شی پسونه خو بیا هم ښه دی د جنت مال دی. د چا په مرګ خوشحالی مکوه چی په تا هم راځی هر چیری چی یی.
ښی چاری،
سپینه صفا خبره دا ده،چه په جومات.مدرسه.مکتب.کلنیک. ړنګول او عام ولس وژلو باندی نه دولت،او نه طالیب خپه کیږی.
هغه کومی د خپګان او ژړا تبصری چه طالیبان او دولت کوی،هغه د دی لپاره تر څو ولس کی طرفدار پیدا کړی. چه توپک ور په اوږه کړی،قتل په وکړی.او ویی جنګوی.
ولسه،هم د طالیب او هم د دولت دښمن دی.دواړه مو وژنی،د یوه ملاتړ هم مه کوی .ځانونه وساتی.