افغانستان

عبدالله عبدالله: دولتي مامورین دې د مشخص نوماند په ګټه کمپاین نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رئیس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «عبدالله عبدالله» وايي، د دولت هیڅ مامور حق نه لري د کوم مشخص ګوند په ګټه کمپاین وکړي او خلګ ورته راوبولي.4

عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا په ناسته کې یې خبرې کولې وویل « د دولت سرمایه دې د مشخص کاندید په ګټه نه استعمالېږي، دا سرمایه د ملت حق دی د چا شخصي ملکیت نه دی نو ځکه باید د مشخصو کاندیدانو په ګته استعمال نه شي».

نوموړي د دولت مامورینو ته په خطاب کې وویل « تاسو ته هیڅوک نشي ویلای، چې دې کاندید ته کمپاین وکړئ،  تاسو خپل بشپړ پام دې ته واړوی، چې څنګه کولای شی خپله وظیفه په ښه توګه سر ته ورسوئ».

عبدالله عبدالله داسې مهال په کمپاینونو کې د دولتي مامورینو له شتون شکایت کوي، چې د کمپاین په لومړۍ ورځ په ټاکنو باندې څارونکو بنسټونو په غونډو کې د دولتي مامورینو په شتون خواشیني وښوده او د هغوی دا ګام يې د ټاکنو د قانون خلاف وباله.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x