افغانستان

حکومت د حیاتي پروژو د بودیجې تر څنګ؛ د ښوونکو معاشات هم په ټاکنو کې مصرفوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ولسي جرګې غړي وایي، حکومت د ښوونکو معاشونه، د پوهنې برخې ته ځانګړې شوې پیسې او د پراختیايي پروژو بودیجه په ټاکنو کې مصرفوي.

د وکیلانو په وینا، دوی د منځني کال بودیجه څېړلې او دا ورته جوته شوې، چې  حکومت حتی د ښوونکو معاشات هم په ټاکنو کې لګوي چې دوی ته دا کار هیڅ د منلو نه دی او ضرور به یې په وړاندې ودرېږي.

په ولسي جرګه کې د هرات د خلګو استازې «ناهید فرید» وايي، کله چې د منځني کال بودیجه څېړو له ټکان ورکوونکو ټکو سره مخ کېږو، په اصولنامه او د بودیجې په متن کې ژور تغیر راغلی او حیاتي پروژې له پلان څخه غورځول شوې او پیسې یې ټاکنو ته ځانګړې شوې.

ناهید زیاته کړه، که حکومت د ټاکنو بودیجه تامین کولای نه شي، له ټاکنو دې تېر شي؛ خو دا ګام په هيڅ صورت د منلو وړ نه دی چې د پوهنې د برخې بودیجه او د ښوونکو معاشات دې په ټاکنو کې مصرف شي.

غلام فاروق مجروح د ولسي جرګې بل غړی دی، نوموړی ولسي جرګې ته ګواښ کوي، که چېرې یې د مالیې وزارت دا بودیجه تصویب کړه د ملي شورا په لمن به تور داغ ثبت کړي.

ګډ حکومت داسې مهال د ښوونکو معاشات، د پوهنې پیسې او د حیاتي پروژو بودیجه په ټاکنو کې لګوي، چې نړیوالې ټولنې د پخوا په څېر د ټاکنو له بشپړ مصرف ورکولو ځان غړوي او یوازې دریمه برخه مرسته کوي.

د شنونکو په باور، بې ثباته سیاسي حالت او د نه باور وړ حکومت هغه څه دي، چې له امله یې نړیواله ټولنه زړه نه ښه کوي، د کابل له حکومت سره مرسته وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

عجيبه حماقت روان دی ، بی ځايه د بی وسو پيسی مصرفول ، دڅه لپاره ، دا احمق غلامان لا پدی نه پوهيږی چی مالکان يی تښتی او اسلامی امارت راځی ، دوی به خامخا په پوهيږی ، خو دا به يی آخری اسره او چور وی او ژر به حق د باطل ځای ونيسی . ان شاءالله

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x