افغانستان

ارګ د عمران خان سفر ته په غبرګون کې: د سولې په برخه کې مو د پاکستان لاسته راوړنه نه تر سترګو کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې یوې پاکستانۍ رسنۍ د پاکستان د لومړي وزیر دفتر  ته د نږدې سرچینو له قوله افغانستان ته د عمران خان د احتمالي سفر خبر ورکړ، ارګ وایي، په دې تړاو جزئیات په لاس کې نه لري او په دې تړاو څه ویل به تر وخت مخکې کار وي.

د ګډ حکومت د مشر ویاند «صدیق صدیقي» وايي، تر دې دمه د عمران خان د سفر په تړاو هيڅ جزئیات نه لرو، نه تر اوسه د هغه د سفر خبر وروستی شوی او نه دا څرګنده ده چې نوموړی به له کومې اجنډا سره کابل ته راځي.

نوموړي زیاته کړه « هغه تمې چې موږ یې د افغانستان د سولې په پروسه کې له پاکستان لرو، تر دې دمه هیڅ نه دي عملي شوې، لا هم د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي او طالبان له دې هیواد څخه تمویلېږي، موږ په دې برخه کې د پاکستان عملي ګامونو ته سترګې په لار یو».

د صدیقي په خبره، د افغانستان ولسمشر سولې ته ژمن دی او له امریکا سره په ګډه کار کوي څو راتلونکي پړاو مذاکراتو ته چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به وي؛ دننه شي.

صدیقي ددې تر څنګ ادعا وکړه، چې ددې مذاکراتو لپاره ټاکل کېدونکی پلاوی به ټولشموله او د هر جهت استازي به پکې شتون ولري.

ګډ حکومت داسې مهال د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو ناهیلی دی، چې د پاکستان لومړي وزیر واشنګټن ته د سفر په مهال له ډونالډ ټرمپ سره ژمنه وکړه، د افغان سولې په پروسه کې به رغنده رول لوبوي او په خپل بشپړ توان به هڅه کوي، طالبان د کابل له حکومت سره کېنوي.

شنونکې په دې باور دي، چې طالبان اوس د نړۍ له ګڼو هیوادونو سره سیاسي اړیکې لري او د پاکستان له انحصار څخه وتلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

بس خوشاله اوسی فکر کوی چه د دجال شاهین مو په اوږو کیناستلی امریکا به هر هیواد باندی ستاسی له خاطره فشار اچوی چه تاسی د ډالرو بهیر چالان پاتی وی او د مظلوم اولس زمکی هم غصب بخوانی حکومتی زمکی او ملکیتونه غصب کړی هر ډول ښکلی ښکلی میرمنی مو په دفترو کی د جنسی اړیکو د پاره مقری کړی حتی وزیرانی ، معاونانی ، وکیلانی او والیانی دی. بی له دی چه د ځان په ښکلی کولو پوهیږی نوره مسلکی پوهه او تجربه نه هغوی او نه تاسی لری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x