افغانستان

محب: طالبان امارت راولي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» وایي، طالبان د امارت دعوه لري؛ خو له افغان حکومت سره خبرو ته نه چمتو کېږي.

محب چې د بغلان د امنیتي حالت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته تللی وو؛ یوې غونډې ته وویل « د سولې پروسه ډېرې ستونزې او شاید ډېر وخت واخلي، موږ تر دې دمه د سولې په لومړیو کې یو، طالبان د امارت راوستلو دعوه لري او تر دې دمه تیار نه دي له افغان حکومت او د افغانستان له استازو سره مخامخ خبرې وکړي».

ګډ حکومت داسې مهال، د طالبانو له خبرو ناهیلی ښکاري، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت څه موده وړاندې ادعا وکړه، راتلونکو دوو اونیو کې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، د دولت ددې ادعا په وړاندې طالبانو غبرګون وښود او له ګډ حکومت سره یې د حکومت په حیث خبرې رد کړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

محبه تښته اسلامی امارت راروان ، کافره امريکايی ښځه خو دی د اسلامی نظام زغم نلری طلاق به درکړی او خپل هيواد ته به ستنه شی ، پدی خو پوهيږی چی ستاسو په هيواد(امريکا) کی ښځی مړوته طلاق ورکوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x