افغانستان

کندهار: شاولیکوټ کې د ملي اردو عسکر څلور امریکایان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل):  د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه سرتېري څلور بهرني عسکر وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر لیکلي « نن د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ تناوچې کمپ (بیس) کې دننه یوه با احساسه افغان عسکر په امریکايي اشغالګرو عسکرو د خپل ټوپک شپيلۍ ور واړوله، ۴ امریکايي عسکر يې وژلي، ۲ تنه يې ټپيان کړي دي، په متقابلو ډزو کې نوموړی با احساسه عسکر هم ټپي شوی دی.»

بل لور ته کندهار مېشتی خبریال «صدیق الله افغان» یاده پېښه تائیدوي خو په خبره يې، په برید کې دوه تنه بهرني عسکر وژل شوي او یو بل ټپي شوی.

د افغان په خبره، په متقابلو ډزو کې عسکر ټپي شوی او بهرنیانو له ځانه سره وړی.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د قاطع ماموریت په رسمي ډول په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دی ته جهاد وایی چی هیڅ بیګناه کس پکی ژوبل هم نشی. تاسو خو د یوه کس لپاره په لسګونو نور بیګناه کسان شهدان وي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x