افغانستان

طالب پلاوي د اندونیزیا د علماوو د تنظیم له مشرانو سره کتلي

په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر رئیس «ملا برادر اخند» د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته تللی او هلته یې د خپلو لیدنو په لړ کې د اندونیزیانو د علماوو د ټولنې له مشرانو سره لیدلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي « نن ورځ د ملا برادر اخند په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د نهضت العلماء له مشر او د یاد تنظیم له چارواکو سره کتلي، د نهضت العلماء غړو د اسلامي امارت له استازو سره په لیدنه او د افغانستان له اصلي وضعیت څخه په خبرېدو خوښي وښوده».

https://twitter.com/Zabehulah_M33/status/1155856464122171392?s=20

طالبان داسې مهال د اندونیزیا د علماوو له ټولنې سره لیدنه کوي، چې تمه ده د ګډ حکومت په غوښتنه په یاد هیواد کې د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا علماء درې اړخیزه غونډه رابولي او د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل نظرونه څرګند کړي.

د طالبانو پلاوی چې دا مهال په جاګارتا کې دی، ددې هیواد د ولسمشر د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیرې په ګډو ن له ګڼو چارواکو سره لیدنې کړي او د یاد هیواد له یو شمېر مشهورو مذهبي ځایونو څخه یې لیدنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x