افغانستان

پمپیو: ټرمپ د ۲۰۲۰ تر ټاکنو وړاندې د امریکايي عسکرو د شمېر کمولو امر راته کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷زمری ۱۳۹۸ل):  د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي، ډونالډ ټرمپ ورته قاطع امر کړئ څو د ۲۰۲۰ تر ټاکنو وړاندې له افغانستان د امریکايي عسکرو د ایستلو بهیر پیل کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه د پمپیو له قوله لیکي « ولسمشر ټرمپ امر راته کړی څو د ۲۰۲۰ د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل وړاندې له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د راوتلو بهیر پیل کړم، نوموړي په دې برخه کې څرګند امر کړئ، او د افغانستان د جګړې د ختمولو او د عسکرو د را ایستلو یې راته ویلي».

د پمپیو په خبره، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په را ایستلو کې به دوی یوازې نه وي او زیاتوي «  له افغانستان څخه د عسکرو را کمول به یوازې د ولسمشر ټرمپ د امر پوره کول نه؛ بلکې زما د دندې د ساتلو مسله وی».

پمپیو ددې تر څنګ د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې سیاسي مصالحې ته خوشي ښودلي، چې د نوموړي په خبره، وبه کولای شي په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې د هڅو نتیجه راوباسي.

د امریکا متحده ایالات داسې مهال له افغانستان څخه د عسکرو را ایستلو ته تیاری نیسي، چې دطالبانو له ګډ حکومت سره د حکومت په حیث په بشپړ ډول خبرې رد کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

امريکا نوره ماته ده او د جګړی له ډګره په مړ سر تښتی ، طالبان فاتح او د جګړی په ډګر کی په هسکه غاړه ولاړ دی .
ای مسلمانانو او موئمنو افغانانو ! و خپل خالق ته شکر وکړی چی په فضل او برکت سره يی برياوی مو نوری هم ډيری شی .
اسلامی امارت د سپيڅلی اسلامی نظام سره راتلونکی دی ان شاءالله .
الهی(ج) اسلامی امارت ستا د سپيڅلی اسلامی نظام سره بر قراره ولری او نوره پيرزوينه هم پر وکړی .
امين يا رب العالمين

Ahmed

الله ج
مو زر تر زره له خېر سره ورک کړه
امېن

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x