نړۍ

راولپنډۍ کې پر کورونو د پوځي الوتکې نسکورېدو پېښه کې ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ ښار کې پر کورونو پوځي الوتکه نسکوره شوې، چې له امله يې د پنځو پوځيانو په شمول اتلس کسان وژل شوي او دولس نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي، کوچنۍ پوځي الوتکه په روزنيز پرواز پورته شوې وه، چې د راولپنډۍ په موهړه کالو سيمه کې پر کورونو نسکوره شوه.

کنيګ اير ۳۵۰ ډوله الوتکه په عامه توګه د پوځي مسافرو د لېږد لپاره کارول کيږي، تېره شپه دوه بجې د تخنيکي ستونزو له امله پر کورونو نسکوره شوه.

په وژل شوو کې دوه ډګروالان او درې عام پوځيان شامل دي.

د الوتکې نسکورېدو له امله ګڼ شمېر کورونه هم سوځېدلي او په دغه پېښه کې د اوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون ديارلس ملکيان هم وژل شوي دي.

له پېښې وروسته د راولپنډۍ په پوځي او ملکي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د پېښې قربانيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه الوتکه نسکوريږي.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۲ کال په اپرېل مياشت کې هم د بوجا هوايي شرکت يوه مسافر وړونکې الوتکه په راولپنډۍ کې نسکوره شوې وه او ۱۲۷ کسانو په کې خپل ژوند بایللی و، خو د سيمې خلکو ته په کې زيان نه و رسېدلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x