افغانستان

هرات: د طالبانو په برید کې «۴۰» دولتي سرتېري وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): د هرات ولایت په «کشک کهنه» ولسوالۍ کې د امنیتي سرتېرو په پوستو د طالبانو برید ۴۰ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼ مهمات يې د طالبانو لاسته ورغلي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي «الفتح عملیاتو په لړکې بیګاه شپه  دهرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ اړوند د زاړه بازار ، تخت غازي پر پوسته ، د زاړه بازار د ځنځیر پر پوسته او د سره زیارت  پر پوسته   داسلامي امارت مجاهدینو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل، بریدونه چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې وکارول شوي  په پایله کې یې  د تخت غازي  پوسته په ټولیزه توګه فتح او د ځنځیر اوسره زیارت پوستې په بشپړه توګه ویجاړي شوي دي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي «دبریدونو اوچاودنو په پایله کې ددښمن یوټانګ اویو موټرسایکل ویجاړشوي ،  د۴ تنه مهمو قومندانانو(ـ دپوستې قومندان ، داربکیانو قومندان سیدک، اودوه نورو قومندانانو) په شمول ۳۱ تنه عسکر  او اربکیان ځای پرځای قتل او ۱۰ تنه نور ژوبل شوي دي  ، ۲ثقیلان ، ۳ جلسې ټوپکونه، یوراکټ  اونور مهمات دمجاهدینولاس ته ورغلي دي».

بل لورته د هرات ولایت د پولیسو ویاند «فرزاد فروتن» بیا وايي، په یاده پېښه کې دوه پولیس او دوه اربکیان وژل شوی.

خو د هرات ولایت دولایتي شورا بیا د فروتن خبره ردوي او په خبره یې، د طالبانو برید د ۱۱ سرتېرو ژوند اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

سلامونه،جوړ په خیر،
ذبیح الله.مجاهد صاحب ته.
د الفتح عملیات؟
کومه فتحه؟
قسطنطنیه د فتح کړه؟
روم د فتح کړ؟
بیت المقدس د ازاد کړ؟
۴۰ مسلمانی کورنی د غم په ټغر کینولی.۴۰ ځوانان عسکر د قتل کړل،
دا په کومو فتوحاتو لیکی؟

احمدخان

یوه معما: یو کس چه د اشغالګرو او غلامانو هره پړه او ناولتیا په ویاړلو اتلانو ور تپی ، د نن ټکی اسیا بیطرفه پاڼی کی یی د سرطان د ناروغی په شان ځان نښولی ،د رشتونی لیکنی او تبصری کمرنګه او کم خونده او د طالب اتلانو د راښکته کولو د پاره هڅی لری هر څوک چه د کابل د مقسدینو غلمانو او اشغالګرو په ضد څه ولیکی د مچ یا غوماشی به شان د بوزی بوری مښتی وی حیرانوونکی او خندا اوره یی دا چه خپله د هالیند به اروپایی هیواد کی د غلامانو په سفارت کی دنده… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x