افغانستان

یوناما: حکومت ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو په برخه کې له وسلوالو ۳۱ سلنه وړاندې دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وايي، د نوي میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې د ښکېلو خواوو له لوري څلور زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په دې برخه کې حکومت پلوه ځواکونه تر وسلوالو ۳۱ سلنه وړاندې دي.

د یوناما له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۳۶۶ تنه وژل شوي او ۲۴۶۶ نور ټپيان دي، دا یوه اندېښمنوونکې شمېره ده چې د جګړې ښکېل اړخونه یې باید په مخنیوي کې خپله دنده ادا کړي».

خبرپاڼه زیاتوي « د تېر کال د همدې وخت په پرتله په عمومي ډول ملکي تلفاتو کچه ۲۷ سلنه را کمه شوې، د وسلوالو په بریدونو کې د ملکی وګړو تلفات ۲۱ سلنه کم راغلي  خو حکومت بیا په دې برخه کې ۳۱ سلنه وړاندې ورغلی».

یوناما داسې مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو پړه په حکومت اچوي، چې حکومت د هیواد په بېلابیلو برخو کې د طالبانو د ځپلو تر نامه لاندې شپنۍ چاپې او عملیات په لاره اچولي، چې تر ډېره یې زیان ولسي وګړو ته رسېږي.

طالبانو څه موده وړاندې د دوحې د بین الافغاني ناستې له ګډونوالو وغوښتل  څو د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړي او په دې توګه د مشترکې اعلامیې هغه بند عملي کړي، چې د ولسي وګړو د تلفاتو په وړاندې درېدل پکې ذکر شوي وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x