افغانستان

د طالبانو  پلاوي د اندونیزیا د علماوو شورا له غړو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر رئیس او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال « ملا برادر اخند» چې دا مهال له یوه طالب پلاوي سره یو ځای اندونیزیا ته تللی؛ له ورسره پلاوي سره په ګډه د خپلو لیدنو په لړ کې د یاد علماوو شورا د غړو په مجلس کې ګډون کړی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « نن غرمه د اسلامي امارت  د سیاسی مرستیال محترم ملا برادر اخند په مشري د اسلامي امارت پلاوي د اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء په مرکزي دفتر کې له ګڼ شمیر علماؤو، پوهانو او متخصصینو سره به یوه ګډ کانفرانس کې شرکت وکړ.»

د خبرپاڼې له مخې، په یاد مجلس کې طالبانو د افغانستان د وضعیت په تړاو د «اسلامي امارت» رسمي مؤقف څرګند کړی او د هیواد له روانو جریاناتو یې د غونډې ګډونوال خبر کړی چې په غبرګون کې یې د مجلس ګډونوالو او علماوو د طالبانو قربانۍ ستایلي « متقابلا د اندونیزیا هیواد د مجلس العلماء مشرانو او نورو مخورو د اسلامي امارت او افغان مجاهد ولس له قربانیو قدر داني وکړه او خپل نظریات او مشورې یې وړاندی کړې، همدا راز يې  د لازیاتو بریالیتونو دعاګانې وکړي، ورسته د اسلامي امارت پلاوي د مجلس العلماء له لوري په تیاره شوې غرمنۍ کې ګډون وکړ.»

د اندونیزیا علماء داسې مهال د افغانانو او طالبانو له سرښندنو ستاینه کوي، چې ګډ حکومت تمه لري په نږدې راتلونکې کې د اندونیزیا په ګډون د افغانستان او پاکستان دیني علماء په یوه درې اړخیزه غونډه کې سره جرګه شي او د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل تاثر وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد ظاهر حلیمی

دځمکی پرمخ دالهی دین داشاعت اوخپرولوپنظوردالهی پیغمبرانو څخه وروسته دعلمامشئولیت دی هرځاڅکی وینه چې نن دځمکی پرمخ په غیرمشروع توګه تویږی اللله به ورڅخه پوښتنه وکړی اوهر منکر چې انجامیږی او علما یی دخپل الهی ورکړی توان په اندازه مخنیوی نه کوی مسئول ګڼل کیږی دمظلوموافغانانووینی دی نن اشرف غنی دامریکایانو دګټو نه قربانی کوی اوطالبان د دپاکستان دګټو دتامین پخاطرهم دخپلو افغانانوقربانیوته خاتمه وکړی دپآکستان علما وایی جهاد په افغانستان کی شته خو په پاکستان کی نه زه داسی نظرلرم چی نن صبا اول قدم کی جهاد په پاکستان کی بیا په افغانستان ځکه هلته دانګلیس عدالت دی افغانستان… نور لوستل »

Karwan

حليمی صاحب، احترام مو پر ځاي. دنظر سره مو ډيره اندازه موافق يم، اما ددو نقطو سره دي نه يم موافق، هغه داچه ويل کيږي، “طالبان هم دولس سره ظلم کوي او دپاکستان دګټو لپاره کار کوي”، کيدايشي چه زه ستاسي له مطلب. نه غلط پوه شوي يم! زما په نظر طالبان دهغو ټولو مجاهدينو له جملي ځخه دي، چه په عملي بڼه ئي دپاکي عقيدي په بنسټ جهاد شروع کړي. هغوي په لوځو پښو راغلل او په لوځو پښو ولاړل، نه ئي رشوت واخيست، نه ئي دچامال غصب کړ او نه ئي هم ځوک وتښتول او نه ئي دښپي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x