افغانستان

طالبان: تيرو شپږو مياشتو کې ۲۴۶۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): طالبانو په افغانستان کې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه راپور خپور کړ او ويلي يې دي چې په تيرو شپږو مياشتو کې ۲۴۶۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کميسيون په دې تازه راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې په تيرو شپږو مياشتو کې د امريکا، کورنيو ځواکونو، داعش ډلې او د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو ټولې ۹۳۲ د مرګ ژوبلې پيښې رامنځته شوي دي چې ۸۵۲ يې د امريکا او د ګډ حکومت اړوند امنيتي ادارو ترسره کړي دي او ۷۶ د مرګ ژوبلې پېښې د داعش وسله والې ډلې او نامعلومو کسانو له لوري رامنځته شوي دي.

راپور زياتوي چې په يادو پيښو کې ۱۳۹۹ تنه وژل شوي او ۱۰۶۵ ټپيان دي چې له دې جملې څخه ۱۳۷۶ تنه يې د امريکايانو او داخلي ځواکونو په بريدونو کې وژل شوي دي چې د يادې مرګ ژوبلې ۹۲ سلنه جوړوي او پاتې ۱۲۳ تنه چې ۸ سلنه مرګ ژوبله جوړوي د داعش او نامعلومو وسله والو له لوري رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي دي چې د تيرو شپږو مياشتو د ملکي وګړ د مرګ ژوبلې سربيره ۶۱۲ تنه ملکي وګړي هم زنداني شوي دي، همدا راز ۴۷ بابه جوماتونه، ۹ بابه ښوونځي، ۱۲ روغتيايي مرکزونه، ۸۴۷ د ملکي وګړو کورونه، ۷۸۹ دوکانونه او ګڼ نور توکي هم له منځه وړل شوي دي او ملکي وګړو ته ميليونونه افغانۍ زيان اوښتی دی او همد راز په ځينو سيمو کې د ملکي وګړو د غنمو او وربشو درمندونه هم د ګډو ځواکونو له لوري سوځول شوي دي.

د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکاياتو کمیسيون په نړيوالو بشري ټولنو غږ کړی دی چې په افغانستان کې دې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي په اړه څېړنه وکړي او له مسؤلو لوريو دې پوښتنه وکړي.

دوی ويلي دي چې امريکا د داسې وحشتونو په ترسره کولو سره نشي کولای خپل هدف ته ورسيږي او په وينا يې چې په داسې کړنو سره دوی غواړي خپله اصلي څيره خلکو ته ورښکاره کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورنو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وکړو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راوستی دی.

که څه هم تر دې وړاندې طالبانو، ځينې افغان سياسيونو او عامو افغانانو په جګړو او شپنيزو عملياتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنيوي غږ پورته کړی دی خو تر اوسه پورې د ملکي تلفاتو د مخنيوي له پاره کوم مسؤل اړخ ګام نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه ،
طالیب سمع او بصری چارواکیو ته،
طالیبان خو په ګراف کی نه معلومیږی چه څو ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولی ده.۵۷۰،کسان فقط په دوه ځایه کی زخمیان او ووژل.
۵۰۰ کسان مو پل محمود خان شش درک کی چه مکتب هلکان هم په کی وه،
۷۰کسان پرون د امرالله جان په دفتر برید.
۵۰کسان په روژه کی په جومات کی د مولینا ،ریحان سره
ولس پوهیږی.ولس هم سترګی او هم غوږونه لری،
څومره چه دولت داعش امریکا قتل کړی ،همدومره تاسو قتل کړی،

اجمل

رحمن بابا ریښتیا ویلی: چی څوک تله د انصاف په لاس کی در کړی +++ خپل ټټو او د بل آس به برابر کړی

دا پدی معنی چی طالبانو هیڅ بیګناه څوک وژلی ندی، یو مولوی صیب رحمن مساوی په لس زرو عامو وګړو ده. الله مو ##کړه لا پدی جهاد چی تاسی یی کوي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x