شعـــــرونه

د جانان خدرخېل نوی غزل

جانان خدرخېل

د لړلو او تپلو زنده ګي ده
نن سبا د زړۀ خوړلو زنده ګي ده

د پاچا د دربار سپي پرېږدئ چې غاپي
د هغوی خو په ښکنځلو زنده ګي ده

ګلابونه په سکروټو کې پراتۀ دي
په لمبو باندې د ښکلو زنده ګي ده

خدایه وچ ازغي تېرۀ تېرۀ ولاړ دي
سرو اورونو کې د ګلو زنده ګي ده

پېټی وتړه خو دومره چې یې وړای شې
د کرلو او رېبلو زنده ګي ده

موږ وژلو او زموږ په نا امنۍ کې
د یو څو دانو ښاغلو زنده ګي ده

“خدرخېله” خدای راکړې او کوو یې
کنه چرته د کولو زنده ګي ده

۱۳۹۸/۵/۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x