د سولې خبرو او ناامنيو ټاکنيز کمپاينونه بې خونده کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ زمری ۱۳۹۸ل): د ولسمشريزو  ټاکنو د کمپاين په درېيمه ورځ هم هېڅ کانديد خپل ټاکنيز کمپاين نه دی کړی.

يو شمېر کانديدان وايي، د سولې خبرې، د نا امنيو زياتېدل او د ګډ حکومت د رهبرانو له لوري له حکومتي امکاناتو ناوړه ګټه اخيستل د ټاکنيز کمپاين د کمرنګۍ او کمزورۍ تر ټولو ستر لاملونه دي.

اوس هم د ۲۰۱۴ کال د ولسمشريزو ټاکنو له انځورونو او غونډو ښکاري، چې هغه مهال د کانديدانو ناستې او فعاليتونه په جوش کې ول، خو د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو روان کمپاينونه بې خونده دي او د عام ولس فعالیت هم په کې تر ډېره پيکه دی.

د دې کمرنګه کمپاين يو لامل دا هم ښکاري، چې ۲۰۱۴ کال کې هم د دوه ځل ټاکنو سربېره د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري راغی او د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ يې ګډ حکومت جوړ کړ.

حکومت د ولسمشريزو ټاکمنو کمپاين په داسې حال کې پيل کړی، چې د هېواد نږدې اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او هېڅ نوماند په اسانه د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته د کمپاين لپاره نشي تللی.

د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاين په لومړۍ ورځ يوازې درې کانديدانو خپل ټاکنيز کمپاین پيل کړ.

ولسمشر غني د لويې جرګې په خيمه کې خپل تېر پنځه کاله بريالي وبلل او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره يې هم له خلکو د رايې اخيستو غوښتنه وکړه، خو اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله بيا تېر پنځه کاله تر ډېر  ناکام وبلل او پر خپلو خبرو کې يې پر اشرف غني نيوکې وکړې.

د ولسمشريزو ټاکنو بل کانديد عنايت الله حفیظ د کابل ښار په شپږمه ناحيه کې د خپلو پلويانو يوې وړې غونډې سره په ګډه خپل کمپاين د سړکونو په جارو کولو پيل کړ او کومه ځانګړې وينا يې وړاندې نه کړه.

نړيواله ټولنه هم د سولې روانې پروسې له امله په ټاکنو کې د پخوا په څېر لېوالتيا نه لري.

د ولسمشريزو ټاکنو کانديد شيدا محمد ابدالي وايي، د کمپاين لپاره د خوښۍ داسې مراسم برابر شوي وای، چې ټول ولس په کې خوښي ښکاره کړې وای او په ډېره مينه يې دا کمپاين پيل کړی وای، خو په وينا يې حالات ناانډوله دي، ناامني بې حده زياته ده او هېڅوک نه شي کولی، چې په خلاص مټ او بې غمه زړه کمپاين وکړي.

ځينې نور کانديدان وايي، ټاکنيز کمپاينونه يې پيل کړي دي.

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مرکزي شورا غړی همايون جرير وايي، ټاکنيز کمپاين يې پيل کړی، خو د دغه کمپاين د کمرنګه کېدو تر ټولو ستر لامل دا دی دی، چې ډېری خلک لا هم د سولې روانې پروسې ته سترګې پر لاره دي او سوله تر ټاکنو اړينه بولي او بل مهم لامل دا بولي، چې د ګډ حکومت رهبران حکومتي امکانات په خپله ګټه کاروي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دوی پخپله به هم هغه وخت ټوله بی خونده شی چی د فاتح طالبانو او بګيل امريکايانو تر مينځ يوه موافقه وشی او د طالبانو په غوښتنه او زور به د پرديو پرغلامانو پيسی ، تيل ، خواړه او نور هرڅه بند شی .

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
ولس به څنګه په دولت او طالیب اعتبار وکړی؟د طالیب او دولت غونډی او جلسی به څنګه خوند وری کړی؟
دولت او طالیب ولس ته د سر په کاسه کی اوبه ورکړی.
دولت او طالیب خو په خپله ولس وژنی،خو ولس وژلو لپاره یی بهرانیان(امریکایان،عربان،پنجابیان)هم راواستلی دی،
د ولس له ځوانو زامنو څخه،ځانمرګی،عسکر،پولیس هم جوړوی،او بیا یی په جنګ سره اچوی.یو بل سره په وژنی.
نو ولس به تاسو ته څنګه ،جلسی،غونډی،خوند وری کړی؟