افغانستان

سيګار: افغان عسکر له بهرنۍ مرستې پرته امنيتي چارې نشي سمبالولی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې ادارې «سيګار» سرمفتش جان سوپکو ويلي، دولتي عسکر د بهرنيانو له مرستې پرته د افغانستان امنيت نشي کنټرولوی او نه هم د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړی شي.

سوپکو د امریکا کانګريس ته په خپل درې مياشتني راپور کې ويلي، افغانستان کې اداري فساد لا هم جدي ستونزه ده، دغه ستونزه نوره هم پراخيږي او يوازينی حل يې هغه مهال ممکن دی، چې حکومت په دې اړه جدي ګامونه پورته کړي.

د سوپکو په وينا ډېری افغانان پوهيږي، چې حکومت د فساد په ختمولو کې وړتيا نه ده ښودلې او نه يې تر اوسه په دې اړه خپله قوي ستراتيژي جوړه کړې ده.

ساپکو تېره ورځ د واشنګټن د ستراتيژيکو څېړنو په مرکز کې يوې غونډې ته وویل، چې اداري فساد په افغانستان کې د نا امنيو تر ټولو ستر لامل دی.

هغه زياته کړه، چې امریکا په تېرو اتلسو کلونو کې پر افغان امنيتي ځواکونو له ۸۴ ميلياردو ډالرو ډېر لګښتونه کړي، خو دولتي عسکر لا هم د دې جوګه نه دي، چې د امریکا او نړیوالې ټولنې له مرستې پرته د خپل هېواد امنيت وساتي او د طالبانو د بريدونو پر وړاندې مقاومت وښيي.

سيګار وايي، تر څو، چې اداري فساد له منځه نه وي تللی، د حکومت او امنيتي ځواکونو وړتيا به تر سوال لاندې وي او دوی هڅه کوي، چې تر راتلونکو درې مياشتو د اداري فساد پر ضد د افغان حکومت د ستراتيژي په اړه کانګريس ته بل راپور وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x