افغانستان

مشرانو جرګه: امریکا دې توافق ته احترام ولري، له افغانستان څخه دې نه وزي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د احتمالي وتلو خبر ورکړ؛ د ګډ حکومت د مشرانو جرګه وایي، امریکایي عسکر دې له حکومت سره شوي توافق ته احترام وکړي او له افغانستان څخه دې د خپلو عسکرو د ایستلو په پریکړه بیا غور وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» د تېرې ورځې په ناسته کې وویل « د ټرمپ دا پرېکړه یوه ټاکنیزه معما ده او د افغانستان په حکومت باندې د ولسمشریزو ټاکنو په مهال د فشار اچولو لپاره شوې».

مسلمیار زیاته کړه « ناټو او امریکا دې له افغانستان سره شوي توفق ته احترام وکړي او د افغانستان د حکومت له مشورې پرته دې د عسکرو د ایستلو تصمیم نه نیسي، د بهرنیو عسکرو غیر مسؤلانه وتل به ډېرې ناوړه پایلې لري».

د مشرانو جرګې بله غړې «انار کلی هنریار» وايي، موږ له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د مسؤولانه وتلو طرفدار یو، د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیز تړون شتون لري، امریکايي عسکر دې په افغانستان کې د سولې او عدالت تر پلې کېدو وړاندې له دې هیواد څخه نه وزي».4

د مشرانو جرګې منشي « عبدالله قرلق» بیا وایي، خلیلزاد موږ ته ډاډ راکړی، چې د طالبانو تر توافق وړاندې به عسکر له افغانستان څخه نه وزي، له افغانستان څخه د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د عسکرو ایستل د ټولو تعهداتو، قوانینو او ستراتېژیکو ګټو خلاف ګام دی.

د ګډ حکومت مشرانو جرګه وروسته له هغه د بهرنیو عسکرو احتمالي وتلو وارخطا کړې، چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د ټرمپ د امر سره سم به د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل وړاندې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د را ایستلو بهیر پیلوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

نو توافق ته خو دولت ژمن نه ده، امریکا ډالر ورکړو دوي کورو ته یوړو. اوس به نو خاماخا لکه … په میدان تنها پاته کیږي. او بله دا چي غلامان تر هغه وخت د بادار په غیږ کي وي تر څو يي هدف پوره شي، نور يي شوټ کوی.

lفغان دوست

زما توصیه دغه مسلمیار خو نشم ورته ویلای الله پاک یی ددغه نامه نه قربان کری عبدالهادی ته داده چه او بغیرته دخدای نه کومک وغواره ودشرمولو لژ فکر و کره چانه عذر کوی لژ خپل گریوان ته کوره لژ خبری زده کره او بی غیرت دمشرانو جگری ریس یی.

Karwan

د مشرانو دجرګي غړيو، مسلميار او داسي نورو، ډير فاسد او بيوجدانه ياستي. تر ننه پوري مو په لکاوه افغانان په امريکايانو ووژل او هره شپه او ورځ نه ګوري، چه په وطن کي څه حال دي. د افغانستان تاريخ مو لکه کړ. فاسدينو ستاسي د محاکمي دورځي انتظار باسم. لعنت او قهر دالله د وي پر تاسي فاسدينو.
ديوه ازاد افغانستان په هيله. کاروان
دنن ټکي اسيا دچلونکو نه احترامانه هيله لرم چه زما دغه ليکنه او د حليمي صاحب په مورد ليکنه نشرکړي.

ياسر

د غلامانو لپاره د رسول (ص) دا حديث صدق كوي چه وايي،
كه چيري تاسو شرم او حيّا تر شا پرښودل نور په تاسو كي هیڅ شي ندي پاتي او له تاسو نه نور د هیڅ طمعه نشي كيدلاي
غلامان د مزي كوي ځکه چه دوي هر څه تر شاه پریښي

گل محمد نوری

چی کله په ټولنه کی مشران تعلیم یافته وی نو ټولی خبری د خپل ولس او هیواد ګټه سنجوی او بیا یی له خولی را باسی نو کچیری همدا اوس د پارلمان د اکثره نماینده ګانو تحصیل ته وګوری او د نړی نورو پارلمانی چارواکو ته وګوری نو داسی فکر به وکړی چی د افغانستان په پارلمان کی د اول صنف شاګردان ناست ځکه هر یو د خپل قوم او ژبی لپاره کار کوی، ځکه زموږ همدا د پارلمان غړی لکه اوس چی طالبانو ته پاکستان مرسته ورکوی تر پرون پوری همدا مشران هم پاکستان روزنه ورکوله نو ګمان نکوم… نور لوستل »

همدرد افغان

دشمنیاره د سرو کفارو سره یو ځای له وطنه ورکیږه. بی غیرته بی ناموسه افغان ولس د په کفارو کباب کړ اوس لا نه یی تری موړ په زهرو موړ شی دلا اجړا بوړا.

مجاهد

ابلیسیار غلام څو ورځدمه د ترمپ دغه خبره [ جه افغانستان به د زمکی له کری محوه کړم ] غندله، ویل یی چه مونږ روسانو او انګریزانو ته ماتی ورکړی ، به داسی حال کی چه په انګریزانو او امریکایانو داسی ځان ساتی چه قضایی مصونیت یی هم ورکړی . قضایی مصونیت څه شی او ولی یی ورباندی لاسلیک کړی؟ قضایی مصونیت تعریف: یعنی اشغلګر چه د هر جرم مرتکب شی څوک یی پوشتلی او حتی تعقیبولی هم نه شی. د دی د پاره یی په ابلیسیار او نورو غلامانو د غلامی تړون په لاسلیک کولو کی دا ماده هم… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x