
سیګار: بهرنیانو مرمۍ ضد امبولانسونه تخریب کړل خو خپلو داخلي همسنګرو ته یې پرېنښودل
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ زمری ۱۳۹۸ل): د افغانستان د بیارغونې په چارو باندې د څار امریکايي ادارې «سیګار» له دولتي سرتېرو سره د امریکایي همسنګرو له جفا پرده پورته کړې او ادعا یې کړې، چې بهرنیو عسکرو افغانستان ته د خپل استعمال لپاره راوړي امبولانسونه تخریب کړل؛ خو دولتي عسکرو ته یې پرېنښودل.
د سیګار له لوري په یوه تازه خپاره شوي راپور کې چې تېره ورځ نشرته سپارل شوی راغلي « سره له دې چې ۳۵۰ زره افغان ځواکونو یوازې ۳۸ مرمۍ ضد امبولانسونه درلودل، امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۲۸۷ امبولانسونه د تخریب لپاره ولېږل خو افغان ځواکونو ته یې ورنکړل».
دا لومړۍ ځل نه دی، چې سیګار له داخلي همسنګرو سره د امریکایي ځواکونو له جفا پرده پورته کوي، څه موده وړاندې هم دې ادارې د یوه راپور په نشرولو سره خبر ورکړی وو، چې د افغانستان له امنیتي سکتورونو سره د مرستې په مهال د هغوی هیڅ لومړیتوب په نظر کې نه دي نیول شوي او یوازې بهرنیو ځواکونو د خپلو اړتیاوو او پلان سره سم مرسته کړې او امنیتي سکتور یې په خپله ګټه تمویل او تجهیز کړي.